د افغانستان او تاجکستان تر منځ سرحد د تجارتي مالونو د صادراتو او واریداتو لپاره تیره ورځ بیرته پرانستل شو.
د افغانستان له لوري څوک نشي کولی چې تاجکستان ته تیر شي.
د ولایتي شورا وايي چې ناامني د هیروینو او قیمتي ډبرو له قاچاق سره مستقیم اړیکې لري.
د کندوز په ولایت کې کوچیان وايي چې په بدخشان کې څړځایونه پر دوي خرڅیږي، خو زیاته اندازه څړځایونه په زراعتي ځمکو بدل شوي دي.
ماشومان چې د کندوز په ښار کې شاقه کارونه کوي، د ژمي په رارسیدو سره یې کارونه نور هم سختیږي.
وسله والو طالبانو په کندوز کې د دولتي مامورینو او هغو کسانو چې په امنیتي ارګانونو کې دندې لري د کورنۍ ځمکې یې بیت المال اعلان کړلې.
د افغانستان د بیلا بیلو سیمو نه خلک د کندوز ولایت د شیرخان بندر ته د ماهیانو د خوړولو لپاره ځي چې په وینا یې ماهیان یې بیل خوند لري.
له تیرو پنځه ورځو راپه دیخوا د چاردرې په سرک بالا سیمو کې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي، چې بیګا شپه یې د عیسی خیلو او ازبک بازار په سیمو کې د دولت پر مخالفو وسله والو باندې هوايي بریدونه کړي.
کندز د خاناباد ولسوالۍ د دوکان ادم خان پر امنیتي پوستې وسلهوالو طالبانو ډلهییز برید کړی چې ۱۳ پولیس په کې وژل شوي دي.
په بدخشان کې د لاسي صنایعو له لارې یو شمیر هغه ښځې مناسب عایدات لري چې کورنی اقتصاد یې کمزوری دی.
د کندوز په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي په امنیتي عملیاتو کې د سلو نه زیات وسله وال مخالفین وژلي او موټر یې هم ورته تبا کړیدي.
د کندوز پوهنتون محصلین وایي په لیلیې او پوهنتون کې د تازه سهولتونو نه خوښ دي او د لیک لوست په چارو کې ورسره مرسته کړې.
په کندوز کې په تیرو دریو ورځو کې درې تنه چې یو یې ددغه ولایت سوداګر و د وسله والو له خوا ووژل شول.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د شاتو د مچیو کاروباریان وایي چې د جګړو او ناامنیو باوجود سږکال د هغوي تولیدات زیات و.
په جومات کې د ملا امام په طرفدارۍ او مخالفت د وسله والو تر منځ جګړه شوې چې لمانځه ته راغلي او درې تنه په کې وژل شوي دي.
د کندز د کتلوي معافیت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پولیو د خطر لاندې سیمو کې اختصاصي کمپاینونه ترسره شوي، چې له امله یې د ماشومانو د فلج یا پولیو کیدو خطر راکم شوی دی.
د کندز د معارف ښاري مدیر جنت ګل ناصري وايي چې د بم غورځولو له امله د ښوونځي یوه برخه ویجاړه شوې ده او پاتي خونې هم تخریب شوي دي.
کندز کې سربیره پر دې، چې د ولسوالیو د صحي کلینکونو مسئوولینو ته د پولیو پیښو د موندلو په اړه په علمي ورکشاپونو کې معلومات ورکول کیږي، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او د خصوصي کلینکونو مسئوولینو ته هم د پولیو د پیښو د ثبیتولو په اړه علمي ورکشاپ ورکړل شو.
د کندز بزګران وايي چې روانو جګړو یې د موسمي میوو پر نرخونو اغیز کړی، او دوي به سږ کال له خپلو پالیزونو د تیر کال په څیر ګټه وانخلي.
د بلخ ولایتي چارواکو د دغه ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې تیره غرمه د طالبانو له خوا د ۱۳ پاڅون کوونکو وژل تائید کړي دي.
نور پورته کول