د تعلیم و تربیې او صحي اسانتیاو د نشتوالي تر څنګ د ښځو یو بل مشکل د اقتصادي کچې ټیټوالی دی.
په تیرو دوه کالو کې د کندز په مختلفو سیمو کې، د پولیو واکسین کمپاینونو ته اجازه نه ورکول کیده، خو له هغي وروسته چې په دشت ارچي کې یوه ماشومه په پولیو اخته شوه، د دغه ولایت په ټولو هغو سیمو کې، چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي، پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شوې ده.
د کندز د امنیې قوماندانۍ اداري معاون چې تیر کال وسله والو طالبانو د کندز- خان اباد پر لویه لار له موټره کوز کړی و او له ځان سره یې بیولی و، نن د طالبانو له بنده څخه په تیښته بریالی شوی دی.
د کندز ولایت روغتیايي مسولین وايي، د پیچکارۍ له لارې د پولیوواکسین لومړی پړاو په دشت ارچي، امام صاحب او چاردرې ولسوالیو کې پای ته رسیدلي او د دویم پړاو کمپاین د پنجشنبې په ورځ د قلعه ذال، خان اباد او علي اباد ولسوالیو سربیره په کندز د ښار کې هم پیل شوی دی.
د بدخشان د پامیر د غرونو د قرغز اوسیدونکيو ۲۸ ماشومان قرغزستان ته د زده کړو لپاره استول کیږي، له دغو ماشومانو سره یې د کورنۍ یو یو غړی هم بیول کیږي.
نن سهار ۹:۰۰ بجې د کندز پر ښار د مخالفو وسله والو له خوا د هاوان مرمۍ ویشتل شوی چې په نتیجه کې یې د ښوونځي یو تن متعلم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي>
په کندز ولایت کې روغتیايي مسولین وايي، د پولیو په تېرو دوه ملي کمپاینونو کې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د پیچکارۍ او څاڅکو واکسین تطبیق شوي، حتی هغو سیمو چې د دولت تر ولکې لاندې نه وې هلته هم د واکسین کمپاینونه تر سره شوي دي.
د کندز د کتلوي معافیت مسولین وايي، په دغه ولایت کې په لومړي ځل هغو ولسوالیو کې چې د پولیو تر تهدید لاندې ديد څاڅکو تر څنګ هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له درې نیمومیاشتو لوړ وي د پیچکارۍ په ذریعه هم د پولیو دمخنیوي واکسین تطبیقوي.
د بغلان او کندوز تر منځ د جرخشک په سیمه کې د لوي لارې شاو خوا سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه جریان لري.
د کندوز ولایتي چارواکي وايي، د کندوزـ تخار لویه لار تیره ورځ له ماسپښین ورورسته له طالبانو بیرته نیول شوې وه خو په لاره کې د ښخ شویو ماینونو له امله دوی پرې عامو خلکو ته لار د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
په کندوز کې د روانو جګړو له امله د تعلیمي او تحصیلي ادارو ښځینه زده کوونکې اندیښمنې دي، چې له امله یې یو شمیر انجونې زده کړو موسسوته نه ځي.
د بدخشان د زیباک ولسوالي ۱۴ ورځې مخکې طالبانو نیولې وه، نن ماسپښین افغان ځواکونه په دې وتوانیدل چې دغه ولسوالي بیرته له طالبانو ونیسي.
د کندوز ولایت روغتیايي مسولین وايي، د دشت ارچي ولسوالۍ هغه خلک چې پخوا یې د پولیود واکسین خلاف تبلیغات کول اوس د پولیو د واکسین تطبیق ته انتظار باسي چې باید د دوي په کلي کې هم پولیو واکسین تطبیق شي.
له تیرو څلرویشتو ساعتونو راپه دیخوا د کندوز د قلعه ذال ولسوالۍ پر مرکز او د تخار کندوز پر لویه لار په پرتو امنیتي پوستو باندې د دولت مخالفو وسله والو بریدونه کړی و.
هغه دهقانان چې د زراعتي حاصلاتو د عشر له ورکولو انکار کوي ددې خطر شته چې ستونزې ورته پیښې کړي.
د بدخشان زیباک ولسوالي طالبانو نیولې، خو چارواکي وايي چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې لا هم جګړه جریان لري.
افغان امنیتي چارواکي وايي،تیره شپه د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د مخالفو وسله والو پر مرکزونو عملیات شوي چې په کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوی والي وژل شوی.
د کندز ولایت روغتیايي مسولین وايي، د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې هغه وخت د پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شوه چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه ۱۴ میاشتنۍ ماشومه په ګوزڼ اخته شوه.
په بغلان کې د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ د دفتر مسول جنرال عبدالحی عطايي نن په رڼا ورځ د کندز – خان اباد پر لویه لار د وسله والو له خوا د یو کمین په ترڅ کې ووژل شو.
د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۴ میاشتنۍ مزدلفه هغه ماشومه ده، چې تېره اونۍپه ګوزڼ د اخته کیدونتیجه يې مثبته راغلې وه، ددغې ماشومې پلار عزیزالله وايي چې اولاد د زړه ټوټه وي له کله نهچېلوریې په ګوزڼ اخته شوې، فکر کوي چې نورو ماشومان باید لهګوزڼ څخه وژغورل شي.
نور پورته کول