د کندوز ولایت د کتلوي معافیت مسولین وايي، په دغه ولایت کې له شپږو کالو وروسته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مثبته پېښه د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د کندز ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د جګړو له امله تر شلو زیات ښوونځي تړلي دي،چې له دغه شمیر سربیره په دغه ولایت کې یو شمیرنور ښوونځي تر امنیتي ګواښونو لاندې دي.
ناتاید شوي راپورونه وايي چې په کندوز کې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ته د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه نظامي مرسته رسیږي.
د بدخشان وردوج ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو له خوا یوه ښځه د زنا په تور سنګسار شوی او د سړي د مرګ او ژوند معلومات لا نشته دی.
د کندوز والي د ولایت او ولسوالیو د شاوخوا پنځه سوه دیني عالمانو سره په غونډې کې د هغوي نه غوښتي دي چې خلک د حکومت ملاتړ ته رابولي.
طالبانو رسنیو ته په یو استولي بیان کې د بهرنیو ځواکونو په یو هوایي برید کې د کندز ولایت لپاره د دغې ډلې د نومول شوي والي ملا عبدالسلام اخوند وژل کیدل تائید کړي دي.
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان وايي، د افغانستان یو شمیر شمالي ولایتونو ته په سلګونه ترهګر چې له خارجي استخباراتي کړیو سره اړیکې لري د خپلو کورنیو سره ورغلي دي.
بلخ کې يوې ښځې له خپلو دوه ماشومانو سره ځان د یوې ودانۍ له پنځم پوړ ښکته ګوزارلی دی، مور او اولادونه درې واړه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د قره قل پوستکو د پروسس او صادراتو مسولین وايي چې له شمالي ولایتونو څخه خارج ته د قره قل پوستکو په صادراتو کې کموالی راغلی.
په کندز کې د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان وايي ملا عبدالسلام اخوند تیره شپه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې په یو ځانمرګي برید کې ټپي شوی دی.
وسلهوالو طالبانو نن سهار د کندز- خانآباد پر لویه لار د دغه ولایت د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس له موټره کوز او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.
د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې تیره ورځ د د هوا د یخنۍ له امله درې ښځو او یو نارینه ژوند بایللی دی، او شپږ تنه نور چې درې ښځې او درې نارینه دي یخنۍ وهلي دي.
د بغلان د تالاو برفک ولسوالۍ د انار درې په سیمه کې وسله والو د یو معدن ۷ تنه کارګر وژلي دي.
نن سهار ناوخته د کندز ولایت یوسیک اوسیدونکی نرمون سینګ چې په لالا دلسوز مشهور و، د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
سږ کال په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ژمي لومړۍ واورې وریدل له تیر ماښام څخه پيل شوې چې تر اوسه دوام لري.
د کندوز ځیني چارواکي او د ولایتي شورا غړي ددغه ولایت دناامنۍ لامل هغه امنیتي مسولین ګڼي چې تيرکال د جمهور ریس له خوا له دندو ګوښه شوي وو.
د کندز اوسیدونکي وایي، تیره شپه د کندز ښار په اړوند سیمو کې د قاطع ملاتړ او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نږدې ۳۰ تنه وژل شوي.
د کندز د تیر ځل سقوط او دا ځل دغه ښار ته د طالبانو د داخلیدو عوامل لا هم نه دي معلوم، خو خلک چارواکي په دې ملامتوي چې ددغه ولایت مرکز هم نه شي ساتلای
تیره شپه د کندز د ښار په ختیځه خوا کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د یوې درنې نښتې وروسته طالب وسله وال د کندز له ښار څخه وتلي دي.
په کندز کې د جګړې اوومه ورځ ده، نن له سهاره راپه دیخوا د ښار شرق لور ته د کنډک عنایت په سیمه کې پر مخالفینو د هوايي قواو بمبار جریان درلوده.
نور پورته کول