تیره شپه ناوخته د کندز د ښار شمال لور ته د بالاحصار شاو خوا سیمو کې افغان هوايي ځواکونو د بمبار له امله افغان دوه سرتیري په سهوه کې وژل شوي دي.
په کندز کې امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ښار په یو شمیر سیمو کې د طالب وسله والو پر وړاندې پرمختګ کړی اویوشمیر سیمې یې بیرته نیولي دي.
پرون مازیګر د کندز حوزوي روغتون په انګړ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله شوې چې له امله یې ډاکټرانو او طبي پرسونل له دغه روغتون وتلي دي.
په کندز کې افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري، چې له امله یې له دغه ښاره په سلګونو کورنۍ د وتلو په حال کې دي.
جګړه لا هم د ښار په څنډو کې جریان لري، خو زیات قربانیان یې عام وګړي دي.
تیره شپه کندزته د افغان ځواکونو د رسیدلو وروسته دغو ځواکونو طالب وسله وال د کندز د ښار له مرکزي برخو په شا کړل او په ښار کې یې د پولیسو لومړی ماموریت بیرته ونیوه.
دولتي چارواکي وايی چې د ولایت مهمې برخې د دولت په لاس کې دي او نظامي کومک هم په لاره دی.
د کندز د ښار اړونده سیمه کې د ملي اردو په هغه لوی بیز کې چې ښار ته یې د طالبانو د داخلیدو مخه نیولې وه ۱۲ تنه د ملي اردو عسکر د خپلو دوو ملګرو له خوا وژل شوي دي.
د بغلان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار وسلهوالو طالبانو په شمالي سالنګ کې د څرخي پله زندان د مرستیال پر کاروان راکټي برید وکړ، چې په کې درې تنه ووژل شول.
د کندز چارواکي وايي چې نن سهار یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې ددغه ولایت د قلعه ذال ولسوالي يې طالبانو ته له درنو تلفاتو وراړولو وروسته نیولې ده.
د کندوز - تخار لویه لارچې له تیرو دوه اونیو څخه د ترافیکو پر مخ تړلې وه تیر مازیګر د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
روغتیایې کار کونکي وایي چې پولیو تداوي نه لري خو که چیرې کوم ماشوم په پولیو اخته کیږي په لومړي سر کې د (مساژ) ورزش له لارې ددې امکان لري تر یوې اندازي فلج شوې غړي فعالیت ولري.
کندز ته وروسته د یوې اونۍ بریښنا راغلې، خو د الچین د پل د ړنګیدو له امله د دغه ولایت د مرکز څخه څو تاجکستان ته غځیدلې لار د تیرو څلورو ورځوراهیسې لا هم بنده ده.
تخار کې چارواکي وایي، طالبانو نن د دغه ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د یو ساعت لپاره له افغان ځواکونونیولې وه، چې وروسته افغان ځواکونو دا ولسوالۍ بیرته له هغوی ونیوله.
کندز کې ولایتي چارواکي وایي،د وسله والو طالبانو له خوا د الچین پل د تخریب هڅه یې چې دغه ښار د شیرخان بندر، دشت ارچي او امام صیب ولسوالیو سره نښلوي شنډه کړې.
نن سهار وختي طالب وسله والو د خان اباد پر ولسوالۍ برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د دغې ولسوالۍ بازار ته ننوتل او بیا وروسته یې د ولسوالۍ مرکز هم ونیو.
په بغلان ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، دهنه غوري ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه وتلي او دا ولسوالۍ تیره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ کې د دغه ولایت د اندراب اوسیدونکیو د کابل - شمالي او شمال ختځیو ولایتونو ته غځیدلې لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
چارواکي وایي، د کندز د ملي امنیت رئیس، په موټر نن سهار وختي وسله والو ډزې کړي چې له امله یې هغه ټپي شوی، خو روغتیایي حالت یې ښه دی.
کندز کې چارواکې وایي، د دغه ولایت امام صاحب کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۱۵ وسله وال مخالف وژل شوي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان شوي.
نور پورته کول