جنرال جان نیکلسن وایي، په پاکستان کې د ملامنصور په وژل کیدو سره د طالبانو مشرتابه له ډیرو ستونزو سره مخاخ شوی دی.
په افغانستان کې د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند په کندز کې د طالبانو د روانو پوځي عملیاتو په هکله وایي د ناټو ارزونه داده چې کندز به بیا د طالبانو لاس ته ورنه شي.
د بدخشان چارواکو، د خاش ولسوالۍ د ټولو امنیتي پوستو د نیولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې او وایي د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي.
چارواکي وایي، تیرورځ دکندز په چهار درې کې د طالبانو پریو مرکز په هوایي برید کې د یو شمیر طالبانو ترڅنګ طالبانو له خوا ۷ برمته شوي مسافرهم وژل شوي.
د کندز والي وايي چې طالبان د کندز په ښار د برید توان نه لري. خو، هغه دا مني چې د کندز د ښار شاووخوا کې طالبان فعالیت کوي.
کندوز کې له تیرو اته میاشتو راهیسې له تجارتي کاروبار پرته دورځې مزدوري هم په سخته پیدا کیږي.
چارواکي وایي په کابل او بدخشان کې په دوه جلا پیښو کې د ۱۴ نیپالیانو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او دپنځه نیپالیانو په ګډون ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، په تیرو دریو میاشتو کې د کندز په ولایت کې له ۱۵۰ تنو څخه زیات طالبان د بې پیلوته یا ډرون طیارو په بریدونو کې وژل شوي.
د کندز د والي ویاند د کندز-تخار په لویه لار د ۴۴ مسافرو د تښتونې رپوټ ردوي او وایي چې مخالفینو ١٨ تنه تښتولي وو.
چارواکي وايي طالبانو په کندز کې ولسي خلک له ګاډو ښکته کړي او ۱۷ تنه یې وژلي، خو طالبان وايي نیول شوي پولیس او کمانډو دي.
چارواکي وایي،افغان امنیتي ځواکونو په مرکزي بغلان کې د وسله والو طالبانو پروړاندې پرمختګ کړی او پنځویشت کلي یې د وسله والو له ولکې ایستلي.
د کندز د شت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر موټرو د بې پیلوټه طیارې په برید کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
افغانستان کې بې سرحده ډاکټران وايي تر هغې چې د جګړې ښکېلې غاړې امنیتي ضمانت ورنکړي، د کندز روغتون نه پرانیزي.
افغان ځواکونو په کندز کې د جګړې په څلورمه ورځ د خپلو وسله والو مخالفانو څخه د ښار په ختیځ کې له لاسه وتلي پوستې بیرته نیولي دي.
د کندز د پولیسو یو قوماندان وایي په جګړه کې د طالبانو تلفات تر سلو تنو اوښتي دي، او امنیتي ځواکونه توانیدلي چې د ښار د پرزیدو مخه ونیسي.
ښاغلي غني د ویډیو کنفرانس له لارې د۳۴ ولایتونو چارواکو سره له خبرو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی.
پر کندز ښار باندې د طالبانو ډله ییز برید د جمعې د ورځې پر سهار پیل شو او د سپکو او درندو وسلو د ډزو آواز تر ماښامه اوریدل کیده.
په مشاعرې کې د کندز د فرهنګیانو تر څنګ د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
کندوز کې د قلم لار ټولنې له خوا د معارف یو شمېر زده کوونکیو سره د ښوونځي د اړوند وسایلو مرستې وشوې.
د کندوز نوی والي اسدالله عمر خیل وايي چې اداره او نورو چارو که چې سمون رانشي نو د حالاتو سمون به ناشونی وي
نور پورته کول