په کندز کې یو شمېر اوسېدونکي وايي که حکومت د طالبانو پر ضد عملیات ونکړي، هغوی به د حکومت او طالبانو پر ضد پاڅیږي.
د علی اباد ولسوالۍ د شنې تپې په سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړه کې پنځه تنه پولیس او یو شمیر طالبان وژل شوي دي.
په کندز کې افغان ځواکونه له هغو سیمو بېرته په شا شوي چې وسله وال طالبان په کې فعاله وو او پر ضد عملیات پیل شوي وو.
په کندز کې طالبانو ټولو مخابراتي شبکو ته اخطار ورکړی چې د شپې لخوا خپل فعالیتونه ودروي. مخابراتي شبکو هم د طالبانو غوښتنه منلې.
په بغلان کې د بورې یا قند فابریکې له اوږد ځنډه څخه وروسته یو وارې بیا تولیدات پیل کړل چې په کې تقریبا ۳۰۰ تنه کاریګر کار کوي.
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د تیرې یوې میاشتې راهیسې جگړه روانه ده او د بازار پرته نور ټول ځایونه د طالبانو په ولکه کې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان او ځينو رسنیو پر کندزښار د طالبانو د ولکې په مهال پر ښځو د جنسي تیرو خبر ورکړی و، خو چارواکي وايي شواهد نشته.
د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دا لرې پرته ولسوالي سهار وختي طالبانو نیولې ده.
په کندوز کې جګړو عامو خلکو او سوداګرو ته مالي تاوانونه اړولي دي. ځینو برخو کې کورونه او دوکانونه هم سوځېدلي دي.
د کندزولایتي چارواکي وایي، تیره شپه د یو لړ عملیاتو وروسته د کندز ښار په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د کندز د ښار په شاو خوا څنډو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په کوڅو او سړکونو باندې جګړه روانه ده.
د جګړې په اوومه ورځ د کندز د ښار زیاتې برخې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او افغان ځواکونو نن په ښار کې د کورونو تالاشي پیل کړې ده.
د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي تیره شپه کندز کې ددې ټولنې په یو روغتنون د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ددغه روغتون ۳ کارکونکي وژل شوي.
په داسې حال کې چې ارګ طالبان په کندز کې د بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړي، آی سي آرسي په دغه ښار کې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کړې.
افغان چارواکي وايي طالبانو یې له کندز ښار نه وشړل او د ښار په مرکزي څلور لارې کې یې بېرته د افغانستان ملي بېرغ ودروه.
طالبان پرمختک کوي او سیمې نیسي، خلک له کندز نه تښتي، بازانونه تړلي دي او د ژوند نورې اسانتیاوې هم شېبه په شېبه محدودیږي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار ونیوه، کڼ ښاریان یا وتښتېدل او یا په ویرې او ترهې کې ژوند کوي، ځینو یې د امریکا غږ سره خبرې کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي د کندز په ښار بمباري نکوي او دښمن یې ډېر غداره دی چې له خلکو یې سپر جوړ کړی دی.
چارواکي وایې، د کندوز ښار په څنډو کې لاهم د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده خو له ځینو سیمو طالبان بیرته په شا شوي دي
دا مظاهره کوونکي وایي چې دوي به تر هغې چې افغان حکومت یې غږ نه وي اوریدلې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
نور پورته کول