محمدعمر ساپي وایي، خلک باید له دولت سره همکاري وکړي او په خپله سیمه کې د مجرمانو او نورو غیرقانوني کړنو په اړه پولیسو ته خبر ورکړي.
په بغلان کې ولایتي چارواکي وایي چې د بغلان د دهنه غوري په سیمه کې د پولیسو یو مرکز مخالفو وسله والو نیولی دی.
د کندز د بريښنا ریاست وايي ۶۰۰ سوه پخواني قومندانان او زورواکان د خپلې مصرف شوې برېښنا ۱۹۰ میلیونه افغانۍ پور نه ورکوي.
د کندوز د مرکز او خان اباد د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي د جګړو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او د کندوز ښار ته کډې راوړي.
په کندز کې کروندګر او د کرنې ریاست چارواکي وايي سږ کال د نورو کلونو په پرتله د خټیکو حاصلات او نورو ولایتونو ته یې صادرات زیات وو.
طالبانو په یوه بیان کې ویلي دي چې د کندز د ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د بم چوني په حمله کې د دوی لاس و.
پولیس وایي سهار نهه بجې د کندوز ښار د حوزوي روغتون تر څنګ په یوه چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په یو وخت د افغانستان، په شمال، سویل او ختیځ کې پر یو شمېر ولسوالیو بریدونه کړي او ځینې سیمې یې نیولي دي.
د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ یو قوماندان حسن ارباب چې د یو بل قوماندان شیرمحمد سره یې اختلافات درلود، طالبانو سره یوځای شوی.
د بغلان والي وایي، ددغه ولایت د ده صلاح په ولسوالۍ کې تیره شپه د واده په مراسمو کې ددوه پخوانیوقوماندانانو ترمنځ په نښته کې۲۱ تنه وژل شوي.
وسله والو طالبانو د بدخشان د وردوج په ولسوالۍ کې هغه شاوخوا ۱۰۷ پولیس بېرته خوشلې کړل چې، هغوی ته تسلیم شوي وو.
د بدخشان په دریو ولسوالیو کې له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د مخالفو وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه کې ۲۱ تنه مخالفین وژل شوي دي.
په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون هغه وخت وتړل شو چې یوې خاصې نظامې ډلې دغه روغتون تالاشي کړ.
د کندز د جگړو له امله ملکي وگړو ته مرگ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي او ددې ولایت خلک یې د راتلونکې په اړه اندیښمن کړی دی.
د کندوز والي وایي، چې د چهاردرې ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې چې نن سهار وختي پیل شول تر ۸۵ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
په کندوز کې ولایتي چارواکي وایي چې د چهاردرې د ولسوالۍ وروسته نن اته بجې د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.
په کندز کې امنیتي چارواکي وايي د چاردرې ولسوالۍ له سقوط وروسته ۷۰ افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي.
د افغانستان له شمال ختیځ ولایت کندز نه تازه خبر وايی چې وسله والو طالبان نن ماښام د چاردرې ولسوالۍ نیولې ده.
د کندوز ولایتي چارواکي وایي، د چاردرې په ولسوالۍ کې د تیرې ورځې راهیسې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
د تخار ولایتي چارواکي وایي چې د اشکمش ولسوال او دوه نور امنیتي کار کوونکي د سړک غاړې د ماین په یوې چاودنې کې ووژل شول.
نور پورته کول