په بدخشان کې سیمه ایز چارواکي وایي،مخالفو وسله والو نن له څو ساعته جګړې وروسته ددغه ولایت د یمګان ولسوالۍ له افغان ځواکونو نیولې ده.
د کندوز په ښار کې په شخصي جامو کې د وسله والو ګرځیدلو راګرځېدلو د دغه ښار یو شمېر اوسېدوونکي اندېښمن کړي دي.
د جرمني د جي آی زیډ په نوم مرستندویه موسیسې یو جرمنی مامور چې یوه میاشت مخکې په کندوز کې وسله والو تښتولی و، خوشې شو.
په بدخشان کې چارواکي وايي د ناامنیو له کبله یو شمیر ښوونځي تړل شوي او سلګونه زده کوونکي یې له زده کړو محروم کړي.
د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن وايي په فیض اباد کې که له هر چا سره وغږېږﺉ، د بدخشان وروستیو نا امنیو اندېښمن کړي دي.
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په کندوز کې د حالاتو د ارزونې په ترڅ کې خلکو ته اطمنان ورکړ چې د روانو ناامنیو مخنیوی به وکړي.
صدیق صدیقي وایي د کندوز په جګړه کې د مخالفو وسلوالو په لیکو کې په سلګونو بهرني جنګیالي هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوي.
د کندوز په مختلفو ولسوالیو کې تیره شپه د افغان سرتیرو او طالبانو تر منځ ډزې تبادله کیدې، خو په امام صیب کې د ښار په شاو خوا کې ډزې روانې وې.
د کندوز په بیلا بیلو ولسوالیو کې نن څلورمه ورځ ده چې مخالفو وسله وال پر امنیتي پوستو باندې بریدونو ته دوام ورکوي او سخته جگړه روانه ده.
طالب جنګيالي د کندز د ګورتپې سیمه تر ولکې لاندې راوستې او دولتي ځواکونه له سیمې وتلي دي.
ولسمشر غني بدخشان ته په خپل سفر کې وویل چې ترهګر غواړي بدخشان د نړیوال تروریزم په مرکز بدل کړي.
د کندوز ولایت په ښوونځیو کې د ټولګیو د کمبود له امله زده کوونکي درې وخته زده کړې کوي.
د پلخمري په ښار کې سلګونو کسانو د بغلان د امنیې قوماندان پر ضد مظاهره وکړه او د لږ وخت لپاره یې لاره هم تړلې وه.
نن سهار پنځو ځانمرګو چې د پولیسو یونیفورم يې پر ځان و، د کندوز پر نوی امنیه قوماندانۍ برید وکړ، او له لنډې جګړې وروسته ټول بریدګر ووژل شول.
د کندوز والي وایي هغو کسانو چې د تیرو دیارلس کلونو په ناامنیو کې لاس درلود، ریښې يې تر کابل پورې رسیږي.
د کندز والي محمد عمر ساپي وايي هغه شپږ ماشومان یې خوشې کړي، چې په خبره طالبانو د خپلو کسانو د تبادلې لپاره یرغمل کړي وو.
د کندوز پولیس وایي، د شیرخان بندر ۹ تنه مامورین چې له دفتر څخه کور ته روان وو، د اودان په دښته کې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
د کندوز سیکان د رایو د استعمال حق د ځانونو لپاره طلایي چانس ګڼي او د روانو انتخاباتي جنجالونو د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.
د یو ډاکتر د ځوی د تښتولو په خاطر د کندوز ټولو ډاکټرانو احتجاج کړې. دولتي او شخصي ټول کلینکونه يې تړلي دي.
له یوې خوا انتخاباتي ناندریو او له بلې خوا د طالبانو له خوا د دغه ولایت د زیاتو سیمو لاندې کولو یو شمیر خلک دې ته اړ کړي چې له سیمې ووځي.
نور پورته کول