چارواکي وایي د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوی چې ۶ تنه په کې مړه او ۲۷ نور په کې ټپیان شوي دي.
د جمهوري ریاست د دویم پړاو له انتخاباتو وروسته په ښار او کلیو کې د وسله والو کسانو ګرځیدل او پیدا کیدل د خلکو په ذهنونو کې تیر وختونه تازه کوي.
د کندز د علي آباد په ولسوالۍ کې په یو کور د راکټ د لګیدو له امله پنځه ماشومان وژل شوي او یوه مور او درې اولادونه یې ټپیان شويدي.
د کندوز د انتخاباتو د سیمه ییز دفتر رئیس وايې د خپلو کارکونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې نن سهار د انتخاباتو ولایتي دفتر وتاړه.
پولیس وایي، د جمعه خان همدرد د ساتونکو او د مزار شریف د امنیتي کمربند د پولیسو ترمنځ ډزې شوي چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي دي.
چارواکي وایی په بغلان ولایت کې سیلابونو اته کلي وران کړي او لسګونه کسان يې وژلي چې تر اوسه د ۷۹ کسانو جسدونه موندل شوي دی.
چارواکي وایي، د جمعې د ورځې په ماښام د بغلان د ګوزرګاه نور په ولسوالۍ کې سیلابونو اته کلي وران کړي او تر اوسه ۵۸ جسدونه موندل شوي.
د بدخشان ولایتي چارواکي وایي، د یمګان ولسوالي د طالبانو له ولکې وتلې او دولتي ځواکونو هغه په بشپړه توکه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
په بدخشان کې چارواکي وايي افغان ځواکونو وسله وال طالبان د یمګان ولسوالۍ له ودانۍ ویستلي، خو ۲۷ پولیس لا هم له طالبانو سره دي .
د بدخشان ولایتي چارواکي وایي، لاهم د یمګان ولسوالۍ د بشپړه بیرته نیولو لپاره د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمنځ جګړه روانه ده.
امنیتي چارواکي وایي، د بدخشان لپاره د تاجکستان جنرال قونسل د جمعې په ورځ د کندوز تخار پر لاره د نا معلومو وسله والو په ډزو کې ټپي شوی دی.
کرزي د بدخشان د ارګو د ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته ډاډ ورکړ چې دی پخپله د مرستو د رسولو بهیر څاري او د استوګنې لپاره به ورته کورونه جوړ شي.
د افغانستان د بدخشان ځمکښویېدنې له مصیبت ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده، خو لا هم د مړو شوو او ورکو شوو دقیق شمیر معلوم نه دی
د افغانستان د بدخشان والي وايي تر خاورو لاندې د شویو ټولو کسانو راویستل ناشوني دي، او باید پر ټولو یوه ډله اییزه غایبانه جنازه وشي
چارواکي وايي په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې په پیښه کې ۳۰۰ کسان وژل شوي، دمخه په دې پیښه کې د۲۵۰۰ کسانو له منځه تللو خبرونه ورکړل شوي وو.
د بدخشان ولایتي چارواکي وايي چې د ارګوی ولسوالی په آب باریک کلي کې د سیمې د اوسیدونکو لخوا د پیښې د قربانیانو د ژغورنې چارې ډیرې ورو روانې دي.
د تخار د کرنې ریاست له خوا په د تخار په یو شمیر ولسوالیو کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شو.
په بغلان کې تیره شپه یوې ښځې د خپل میړه په مرسته له خپل خوريي څخه غوږونه او پوزه پرې کړې ده.
د تخار د روستاق په ولسوالۍ کې د ځمکې ښویدو له امله بې ځایه شوي کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.
تخار کې د غره ښوېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوی او تر ۱۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي
نور پورته کول