په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیوه چارواکي وايي چې د تېرو ټاکنو په پرتله، د ښځینو کارت اخیستونکو شمېره پورته ختلې ده .
د کندوز، تخار او بدخشان د والیانو او امنیتي مسولنیو تر منځ د انتخاباتو پر وخت د امنیت د ټینګښت په خاطر غونډه وشوه.
د طالبانو د مشر مولوي عبدالرقیب مړی د سې شنبې په ورځ د تخار ولایت د کلفګان په ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د کندوز خان اباد ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ کانال ته د سورلۍ موټر ښویدلی چې ۲۰ تنه په کې مړه دي.
د بلخ ولایت په ولسوالیو کې یوشمیر کورنۍ په دې خاطر چې ښوونځی يې ښځینه ښوونکې نه لري لوڼې له ابتدایه ښوونځي وروسته زده کړو ته نه پریږدي
په راتلونکو انتخاباتو کې د ځوانانو د برخې اخیستو او د رضاکارو ځوانانو له خوا د خلکو د هڅونې په موخه په کندوز کې غونډه جوړه شوې وه
دشمال ختیځو ولایتونو تقریبا اتیا تنه ښځو کاندیدانو د ظرفیت لوړولو په هغه ورکشاپ کې ګډون کړی چې د ایشیا فاونډیشن له خوا جوړ شوی و.
د سیمې خلک وایي خاوند غوښتل چې د طالبانو په لاس خپلې طلاقې شوې ښځې ته سزا ورکړي
د کندوز سوداګر په دغه ولایت کې د نرخونو لوړیدل او د ډالرو د بیې لوړیدل د امنیتي تړون پر نه لاسلیک کولو پورې تړي.
د تخار ولایت د ولایتي شورا غړی خال محمد ، له کور څخه د دفتر پر لار هغه وخت نن ووژل شو چې په موټر کې ځای پر ځای شوی ماین پری وچاودیده.
د کندوز د کلیو د پراختیا ریس د وسله والو له خوا ۱۰ورځې دمخه تښتول شوی و،پرون ماښام يې مړی د بغلان په یوه لرې ولسوالۍ کې و موندل شو.
صلاح الدین چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار وراره دی، د امام صیب په ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو نیولی دی.
د مرکزي بغلان د کندهاریانو په کلي کې د جمعې په شپه د واده په مراسمو کې چاودنه وشوه، چې نهه تنه ملکي وګړي په کې ټپيان شول.
ځیني کسان د کلتور دود او بایدې په نامه انجوڼۍ د لیک و لوست څخه راګرځوي خو په عین وخت کې بزګري او نور سخت کارونه په کوي. تنکۍ برېښنا یوه قصه نه بلکې د افغاني ټولنې یو حقیقت دی.
په کندوز کې زیاتې دولتي ځمکې د یو شمیر کسانو له خوا چې پوهیږي د چا زور نه په رسيږي، نیول شوي او لویې لویې ودانۍ يې په کې جوړې کړي دي.
له تیرې ورځې راپه دیخوا د بدخشان ولایت د کران و منجان په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو او دولتي قواو تر منځ جګړه روانه ده.
الماني عسکر په ۲۰۰۲میلادي کال کې لومړی په کندوز او بیا په نوروشمال ختیځو ولایتونو کې د امنتي چارو د ښه والي په موخه میشت شول.
د مارچ اتمه د ښخو د نړیوالی ورځی په مناسبت په یوې غونډې کې کرزي وویل په وروستیو لسو کالو کې افغان میرمنو ښه پرمختګونه کړي