د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال په شمال ختیځو ولایتونو کې د شاتو تولیدات زیات و


په شمال ختیځ زون کې که څه هم د افغان ځواکونو او د مخالفو وسله والو طالبانو تر منځ جګړې روانې دي، خو تر څنګ یې خلک پر خپل کاروبار هم مصروف دي.

د تخار ولایت د فرخار اوسیدونکی محمد ناصر وايي چې د ناامنیو تر څنګ دوي د مچیو د ساتلو کاروبار کوي، شات تولیدوي او په هر موسم کې له دغې لارې عایدات لري.

هغه زیاتوي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د شاتو تولیدات زیات شوي دي، ځکه چې له یوې خوا یې مچۍ ډیرې شوي او له بلې خوا په غرونو کې د بارانونو له وجې ګلان زیات شوي وو چې ورسره یې تولید هم زیات شوی دی.

د شاتو مچۍ له بیلا بیلو ګلانو شات تولیدوي چې د هرې سیمې او موسم شات د بیلا بیلو ګلانو تولید وي، محمد ناصر په لومړیو کې دوه صندوقه مچۍ درلودې، خو اوس ۱۰۰ صندوقه مچۍ لري.

" اوه کاله کیږي چې د شاتو مچۍ ساتم، کاروبار مې له دوه صندوقه مچیو څخه پيل کړ، چې اوس مې مچۍ سلو صندقونو ته رسیدلي دي، په فرخار کې تقریبا ۴۰۰۰ صندوقه د شاتو د تولید مچۍ ساتل کیږي.

د تیرو کلونو په پرتله زمونږ د مچیو تولید زیات شوی، او سږ کال مې په لومړي موسم کې ۲۰۰۰ کیلو شات تولید کړي دي."

په کندوز کې یوه کیلو شات له پنځه سوه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.

د شاتو د مچیو یو بل فارم لرونکی وايي چې دوي له یوه صندق څخه په کال کې له ۹۰ تر ۱۰۰ کیلو پورې عاید اخلي" یو صندق مچۍ په کال کې له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ کیلو پورې شات تولیدوي چې یوه اندازه یې په خپله بیرته خوري او نور ترې مونږ اخلو."

محمد ناصر وايي چې سږ کال یې تولیدات هم زیات شوي دي او علت یې په سیمه کې د غرییزو بوټو شنه کیدل او د هغوي له ګلانو څخه د مچیو ښه استفاده ده.

نوموړی وايي چې دوي د مچیو د مرض د تداوۍ لپاره مسلکي کسان نه لري چې مرض پر وخت یې تداوي وکړي او همدغه لامل دی چې د زیاتو فارمونو مچۍ د مرضونو له امله مري او فارمونه ختمیږي.

هغه زیاتوي چې د زراعت اداره ورسره د ځینو اړوندو موادو مرسته کوي چې دوي ته یې سهولت رامنځ ته کړی دی.

د تخار د مالدارۍ مدیر عبدالوکیل وايي چې په دغه ولایت کې سږ کال د شاتو مچیو د فارمونو له خوا زیات شات تولید شوي دي، او د فارم لرونکو ښه عاید درلوده.

"د شاتو دمچیو فارم لرونکي د مچیو د تداوۍ په برخه کې ستونزې لري، او په باغونو کې د مچیو د ګرځیدو پر وخت باغدارن دوا پاشي چې له امله یې د شاتو مچیو ته زیان اوړي او مري همدغه علتونه دي چې ځینې وخت فارمونه له منځه ځي."

هغه زیاتوي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه هم ځینو کسانو د شاتو مچۍ راوړي دي، خو هغه د اب و هوا سره توافق نه شي کولای او له منځه ځي.

" په تیرو پنځلس کالو کې د مچیو فارمونه زیات شوي دي، خو پخوا یوازې ځینو خلکو د خپل خوراک لپاره د شاتو مچۍ ساتلې، اوس دغه کاروبار نیم صنعتي شوي او شات یې هم ځینو خارجي هیوادونو ته وړل کیږي."

په شمال ختځو ولایتونو کې د شاتو د مچیو فارم لرونکي هر کال څلور ځل مچیو څخه شات اخلي، د مچیو فارم لرونکي د کال په اوږدو کې مچۍ د هر موسم مطابق خاصو سیمو ته وړي او مچۍ د بیلا بیلو ګلانو له شیرې څخه شات تولیدوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG