په بغلان کېامو خلکو وسله اخیستې او وايي چې د دولت په ملاتړ به له طالبانو سره په جګړه کې برخه واخلي.
تېره شپه وسله والو طالبانو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د سراسیاب په سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی چې په کې افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته تلفات اوښتي.
ډاکټران وايي، هغه نجونې چې په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوي دي، زیادتره یې د روانې ستونزې هم کړیږي.
د کندز ځوانان وایي د ماشومانو په سلامتیا او روغتیا کې د مور او پلار او کورنۍ ښه پاملرنه اساسی رول لري.
هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې یې ګوزڼ ووهي او پولیو شي، د کورنۍ د روغو ماشومانو په څیر ورته نظر نه کیږي، بلکه د کورنۍ تر منځ یې ارزښت کمیږي.
تېره ورځ د بغلان د پلخمري او سمنګان پر لویه لار د سروخ کوتل او تاجکان سیمه کې د وسله والو طالبانو پر هغه مرکز برید شوی چې له بار وړونکو موټرو څخه یې په کې پیسې اخیستې.
هغه کورنۍ چې په دعوت و تبلیغ ډلې پورې تړاو لري، اولادونو ته د واکسین ورکولو څخه ډډه کوي.
تېره شپه د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بازار په یوه څنډه کې د محلي پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی.
روغتیايي مسؤلین وایی چې کور په کور د پولیو ضد کمپاین کولای شي په سیمه کې د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي.
له کندز څخه راپورونه وايي چې د خان اباد په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې برید کړی دی.
په کندز کې روغتیایي مسؤلین او ډاکټران وايي چې په کوم کلي کې چې یو ماشوم ګوزڼ ووهي د هغه کلي په ګډون د شاوخوا ټولو کلیو ماشومان باید په پرله پسې توګه واکسین شي چې د نورو ماشومانو په پولیو د اخته کیدو مخه ونیول شي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندز ولایت کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان او څلور تنه د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
د کندوز د کتلوي معافیت مسوولین وايي چې اوس مهال د هغو کورنیو شمېر را کم شوی چې خپلو اولادونو ته به یې د پولیو واکسین نه ورکول.
د کندز ځايي مسؤلین وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د یاد ولایت په چاردرې ولسوالۍ بريد کړی.
د کندوز اوسیدونکی عبدالرشید په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوی او اوس په یوه پښه معلول دی، هغه له خلکو غواړي چې خپل ماشومان د ګوزڼ واکسین د دوه څاڅکو د تطبیق له لارې وژغوړي.
تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي په ولسوالۍ برید کړی دی، او جګړه تر اوسه پورې جریان لري.
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالبان او ۵ افغان سرتیري په جګړه کې وژل شوي دي.
په کندز کې دیني عالمان له خلکو غواړي چې باېد خپل اولادونه واکسین کړي، او د پولېو له مرض څخه خپل او په خپل ګاونډ کې ماشومان وژغوري.
د کندز په امام صاحب ولسولۍ کې د سرحدي پولیسو پر کنډک موټر بم برید شوی.
تېره شپه د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نور پورته کول