د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز پوهنتون کې د محصلینو لپاره د ژوند او لوست نوي سهولتونه


د کندوز پوهنتون د لیلیې یوه برخه.
د کندوز پوهنتون د لیلیې یوه برخه.

کندوز په تیرو دوه کالو کې د شاوخوا ولایتونو په پرتله ناامن ولایت حسابیږي، که څه هم په دغه ولایت کې خلک په مختلفو دولتي ادارو کې د کارونو د زر نه کیدو په اړه شکایتونه کوي، خو د کندوز پوهنتون په تیر یو کال کې د محصلینو لپاره د لیلیې او نورو برخو کې اسانتیا رامنځ ته کړي دي.

د کندوز پوهنتون ریس خیبر سیفي وايي چې دوي په ټولګیو او لیلیه کې د زده کوونکیو لپاره د زده کړو هغه سهولتونه برابر کړي چې ددوي په توان کې وو، هغه زیاتوي چې د پوهنتون کتابتون ته یې نور کتابونه راوړي او د محصلینو د تحقیق لپاره یې ورته د انټرنیټ سهولت هم برابر کړی دی.

نوموړی په تیر یو کال کې د پوهنتون د محصلینو لپاره د اسانتیاو د برابرولو په اړه داسې وايي" سږ کال د لیلیې وضعیت سم شوی که پوهنتون لابراتوار، انټرنیټ او کتابتون ونه لري بیا خو ورته پوهنتون نه شو ویلای، هغه محصلین چې د نورو ولایتونو دي او دلته درس وايي هر ډول اسانتیا ورته برابر شوې ده."

محصلین وايي چې پخوا دوي د انټرنیټ سهولت نه درلوده او اوس هڅه کیږي چې په لیلیه کې ورته هم د انټرنیټ اسانتیا برابره شي.

د کندوز پوهنتون څو تنه محصلین وايي چې دوي ته د اوسیدو او زده کړو د سهولتونو د برابرولو هدف دا دی چې دوي ټولنې ته خدمت وکړي او د خپلې ټولنې د سمون او پرمختګ لپاره فکر وکړي، یو تن محصل عزت الله عمرخیل وايي: "ماته دولت هر ډول سهولتونه برابر کړي، نو باید محصلین هڅه وکړي چې درس ووايي."

عبدالحکیم وايي چې اوس ورته هر ډول سهولت برابر شوی دی: " د لیلیې محصلینو ته د مطالعې لپاره بیل ځایونه جوړ شوي، پخوا به په یوه کوټه کې ۱۶ تنه اوسیدل خو اوس دغه شمیر کم شوی او د زده کړو لپاره ورته زمینه مساعده شوې ده."

که څه هم کندوز کې سږ کال سختې جګړې وشوې او محصلینو ته د زده کړو اسانتیاوې هم برابرې شوي، خو د پښتو ادبیاتو په برخه کې ددغه پوهنتون محصلین د تحقیق لپاره هغسې کتابونه نه لري لکه څومره چې ضرورت لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG