جمهور رئیس غني، د شنبې په ورځ (تلې ۱۴ مه) د بلخ ولایت د حکومتي ادارو د چارواکو او مخورو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هیچا ته به د دغه ولایت د امنیت د خرابولو اجازه ورنکړي.
د کندز ولایت د کتلوي معافیت او په دې ولایت کې دنړیوال صحي سازمان د پولیو د برخې د مسولینو وایي ، د دوې هڅې وې چې په کندز کې یې د پولیو د دویمې پیښې د رامنځ ته کیدو مخیوی وشي.
افغان چارواکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو په کندز کې ۱۸ افغان سرتیري او په سمنګان کې ۱۴ سیمهییز پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژلي دي.
په تاجکستان کې چارواکي وایي چې یو شمېر اورپکي له افغان غاړې ور اوړېدلي او د تاجکستان دوه امنیتي کسان یې وژلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کندز کې د وسلهوالو طالبانو له خوا د ۱۵۰ تښتولشویو مسافرو لویه برخه بیرته آزاد شوي دي.
د بغلان ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بغلان مرکزي علاوالدین په سیمه کې د ملی اردو په یو مرکز برید کړی، چې له امله تر څلویښتو پورې د ملي اردو سرتیري او سیه ییز پولیس وژل شوي دي.
خلک وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا مخابراتي شبکو ته د بندیدو اخطارونه ورکړل شوي.
تیره ورځ مازیګر مهال د جمهور ریس لومړی مرستیال جنرال دوستم بیرته افغانستان ته راستون شو، او له خپلو طرفدارو یې وغوښتل چې په ولایتونو کې مظاهرې پای ته ورسوي.
په کندز کې ددې تر څنګ چې د ښار شاوخوا سیمو کې وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره جګړې کوي، د ښار دننه هم د ترور او د ماشومانو د اختطاف پیښې کیږي.
چارواکو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې، په پُل مومن پوځي بیز باندې د وسلهوالو طالبانو د برید له امله افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه ضد او نقیضې شمیرې وړاندې کړې دي.
اعتراض کوونکو د خنجان په ولسوالۍ کې لارې په اوږدو کې خیمې وهلي او د لارې پر سر یې کانټینر ایښې دی، چې له امله د سړک دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر بند پاتې دي.
د کندوز په ولایت کې یو شمیر طالبانو چې د اختر په ورځو کې خپل کور کلي ته تللي و، د حکومت او طالبانو د ویرې له وجې ترکیې او ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي دي.
روغتیایي کارکونکي وايي، که ماشومان پاک وساتل شي او تر څنګ یې د خپل کلي کور چاپیریال هم له ککړیو پاک شي، ماشومانو په اسانۍ د پولیو یا ګوزڼ په مرض نه اخته کیږي.
روغتیايي مسولین وايي، مور پلار باید خپلو ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي چې په ګوزڼ اخته نه شي او هر ماشوم باید لږ تر لږ پنځه دوره واکسین واخلي، ځکه هغه ماشومان چې له پنځه دورو زیات د پولیو څاڅکي اخلي په ګوزڼ له اخته کیدو څخه ژغورل کیږي.
وسله والو طالبانو د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ د اقتپې په سیمه کې د ملي پولیسو او ملي اردو پر پوستو په برید کړی.
نن سهار د کندز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې، وسله والو طالبانو د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي چې په کې ۲۴ تنه محلي پولیس وژل شوي دي.
دوي وايي که د تذکرو د ویش لپاره سیارې ډلې ورنه کړل شي، مظاهرې به وکړي او انتخاباتو کې به ګډون ونه کړي.
د تخار د معارف رئیس وايي، د طالبانو په ګواښ باندې په درقد کې ۱۵ ښوونځي، په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ۴ ښوونځي، په ینګي کلا کې ۳ ښوونځي تړل شوي دي.
د کندز ولایت د کتلوي معافیت مسولین وايي، د پولیو واکسین د تیر کمپاین پر مهال د کندز په ښار کې۶۰۰ تنه ماشومان ځکه له واکسین کولو پاتي شوي چې کورنیو یې خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو له ورکولو سره مخالفت کولو.
تیره شپه د بغلان په پلخمري او دوشي ولسوالۍ کې سیلابونه راوتلي، چې یو تن په کې وژل شوی او زراعتي ځمکې هم تخریب کړي دي.
نور پورته کول