د بغلان والي عبدالحي نعیمي وايي چې د تاله وبرفک ولسوالۍ کې مېشتو امنیتي ځواکونو ته د هوايي ځواک مرسته ناوخته ورسېده نو ځکه سقوط شوه.
په بغلان کې سیمهییز چارواکي وايي، چې نن سهار لس بجې د دغه ولایت په ډنډ غوري سیمه کې یو شمیر وسله والو د بریښنا شرکت څو تنه بهرني او افغان کارکوونکي تښتولي دي.
د بدخشان کوهستان ولسوالي ۲۴ ساعته د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو په ولکه کې له پاتي کیدو وروسته پرون مازیګر افغان ځواکونو دغه ولسوالي بیرته ونیوله.
افغان امنیتي چارواکي وايي، تیره ورځ مازیګر ناوخته د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالي د طالبانو له خوا نیول شوې، سیمې ته افغان ځواکونه رسیدلي خو د ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات یې نه دي پیل کړي.
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته باندې برید کړی چې ۱۴ افغان سرتیري په کې وژل شوي دي.
د بغلان کندوز تر منځ د چهارشتبې تپې په سیمه کې د سیمې زیات شمیر اوسیدونکو لاریون کړی او دغه لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د کندز ولایت په ملرغي کلي کې هغه درې سوه ماشومانو ته یې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین تطبیق کړي، چې له تېر یو کال هیسې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا پر واکسین بندیز لګول شوی و.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما وايي د کندز د دشت ارچې په بمبار کې د ملکي تلفاتو په اړه "راپورونه خواشینوونکي" دي.
په کندز کې چارواکي وايي افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې غونډې برید کړی دی، خو سیمه ييز خلک وايي برید پر مدرسې شوی او ولسي خلک یې وژلي.
مریضان وايي ناروغۍ د درملنې لپاره یوناني طبیبانو ته ځکه ورځي چې د دوایانو قیمت کم دی.
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، چې د دغه ولایت د څوکۍ په اړه د ارګ او جمعیت تر منځ اختلافات ختم شوي او دواړه خواوې هوکړې ته رسیدلې دي.
د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن او ګورتپې پر پوستو تیره شپه وسله والو طالبانو برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱۷ تنه افغان سرتیري او محلي پولیس وژل شوي دي.
په کندوز کې د تیرو دوه کلونو په موده کې د جګړو او ناامنۍ له امله د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ نه لمانځل کیده.
د کندوز ولایت اوسیدونکي وایي طالبانو څو پلونه نړولي دي او پخوا به دوي کوم مزل چې په شلو دقیقو کې کاوه اوس یې په دریو ساعتونو کې کوي.
د ثریا په نامه دغه میرمن اوس د تخار په ولایت کې د امن په یو کور کې ده. هغه وایي د کورنۍ غړي یې پرې بدګمانه شوي و او دا یې په عام محضر کې په لښتو وهلې ده.
د کندوز ځوانان وايي چې ایف ایم راډیوگانې نه یوازې دا چې پیغام نه لري بلکه د ځوانانو د بې ځایه مصروفولو سبب شوي دي
په دغه ولایت کې د پولیو د څاڅکو ۱۱ کمپاینونه بشپړ شوي، خو په دغو کمپاینونو کې هم د کندوز د ښار مربوط د جرګذز په سیمه کې یوه وسله واله ډله په دغه کلي کې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو د ورکولو مخالفت کوي.
افغان کمانډو ځواکونو د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو د له منځه وړلو په خاطر د پامیر ۱۷ په نامه عملیات پیل کړي دي.
دیارلس کاله مخکې د سالنګ لار قیر شوې وه خو اوس دغه لار بیرته خرابه شوې او په سرک د اچول شوي قیر نښې نه لیدل کیږي،
د کندوز قالین اوبدونکي وايي چې د لاسي قالینو د نرخونو ټیټوالي او د خامو موادو نشتوالي د قالینو پر اوبدلو هم اغیز کړی،
نور پورته کول