د لاس رسي وړ اتصالات

کندز او سمنګان کې افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


افغان چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو په کندز کې ۱۸ افغان سرتیري او په سمنګان کې ۱۴ سیمه‌ییز پولیس او ولسي پاڅون‌کوونکي وژلي دي.

تیره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار پر کمربندي امنیتي پوستو برید کړی چې په نتیجه کې ۱۸ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ یو چارواکي چې د ولایت د لوړپوړو چارواکو د فشار په خاطر یې له نوم اخیستو ډډه کوله وویل چې بیګاه نیمه شپه د وسله والو طالبانو د سرې قطعې له خوا د دشت ارچي د بازار پر امنیتي کمربندي پوستو په برید کې د افغان سرتیرو ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغه چارواکي له خبرو ښکاریده چې کیدای شي تلفات زیات وي، هغه وویل چې د نظم عامه د پولیسو ۱۲ تنه او محلي پولیسو ۶ تنه سرتیري وژل شوي دي، هغه د ملي پولیسو د مرګ ژوبلې یادونه هم وکړه د اتلسو سرتیرو وژل یې رسما تایید کړل.

د سیمې یو تن اوسیدونکی احمد (مستعار نوم) وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا په بیګاني برید تر ۲۴ پورې ملي پولیس، محلي پولیس او د نظم عامه سرتیري وژل شوي او د ملي اردو ۶ سرتیري ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو برید تاییدوي مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

هغه وايي چې جګړه سهار پای ته رسیدلی خو په تیرو اوه ساعتونو کې دوي ته د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي رسیدلي.

سمنګان کې د سیمه‌ییزو پولیسو تلفات

د سمنګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې ۱۴ سیمه‌ییز پولیس او ولسي پاڅون‌کوونکي، د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییز برید کې وژل شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې پېښه تیره شپه د جوزجان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په زیرکي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه "شپږ نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او د طالبانو د څلورو جنګیالیو مړي او دوه ټپیان په سیمه کې پاتې دي".

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري ادعا کړې، چې وسله‌والو طالبانو په دغه کلي کې یو شمیر کورونه سوزولي دي.

ښاغلي سروري ویلي "محمد ابراهیم او الماس هغه قومندانان وو، چې د طالبانو د نفوذ او برید مخه یې نیولې وه، د دوی په منځ کې یو کس وو، چې دوی یې بوخت کړي او طالبانو ته یې د برید زمینه برابره کړې. طالبانو د خلکو کورونه ته اور ورته کړی او په دې پېښه کې اولس تنه وژل شوي هم دي".

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو د دره صوف ولسوالۍ د کانونو د کنترول لپاره په دې وروستیو کې په دغې ولسوالۍ خپل بریدونه زیات کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د کندز او سمنګان د پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG