د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ مرکز یې نن غرمه له پخواني ځای څخه نوي موقعیت ته انتقال کړی دی.
د کابل – کندهار پر لویه لار پر یو مسافر وړونکي بس د ماین په چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
په اروزګان کې د پوليسو په یوه مرکز کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې ولایتي مقامات وايې چې ۴ پوليس وژل شوي دي.
د هلمند امنیتي مقامات وايي چې پر لښکرګاه ښار د وسله والو لوی برید يې پر شا تمبولی، خو د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره پوځي عملیات لاهم دوام لري.
د زابل امنیتي مقامات وايي چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند يې د وسله والو لوی برید پر شاتمبولی دی.
د کندهار – هرات لویه لار تر ۱۲ ساعتونو وروسته د ترافیکو پر مخ نن سهار پرانیستل شوې خو د ماینونو د ګواښ له کبله تګ راتګ پرې ټيټي کچې ته راغلی.
په کندهار کې یوه کورنۍ چې د ډوډۍ یوازېنی ګټونکی یې په نشو اخته دی له کړاوونو ډک ژوند لري.
د کندهار د کرنې مسئولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه خورا جدي ده چې باید په سپما ته یې پاملرنه وشي.
د کندهار امنیتي مقامات او ځايي اوسیدونکي وايي چې وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند لوی پل په ماینونو لمنځه وړی.
افغان امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه جګړه شوې.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ټپي شوی او د پوليسو یو بل منصبدار وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني کندهار ته د خپل سفر په مهال ویلي چې د افغان قواو د تمویل په برخه کې د نړیوالې ټولنې ټول تړونونه په خپل ځای دي.
افغان چارواکي وايي په زابل کې د ولایت په مقام کې دننه د نظامي شورا د غونډې پر مهال چاودنه شوې ده.
افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او لس ګونه زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي.
د کندهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې یو ځل بیا په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي، که څه هم په دې اړه دقیقې شمېرې نشته، خو ډېری کروندګر وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده.
هغه پخواني معتادین چې اوس یې له نشو لاس اخیستی وايي د اعتیاد د مخنیوي لپاره باید نشه يي توکو د کښت او دغو موادو ته د اسانه لاسرسي مخه ونیول شي.
په کندهار کې زیاتره ځوانان چې د کوکنارو پټیو ته د کار کولو لپاره روان دي، وايي چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له مله یې دغه سخت کار ته مخه کړې ده.
د افغانستان د کرنې وزیر انوارالحق احدي وايي چې په کندهار کې د اوبو د مدیریت په برخه کې به ځانګړې پروژې پیل کړي.
د کندهار امنیه قومندان تادین خان له خپلي دندي استعفی وکړه او پر ځای يې ډګروال شریف نوي امنیه قومندان وټاکل شو.
امنیتي مقامات وايي چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط شویو سیمو د بیرته نیولو لپاره ګډو افغان ځواکونو له تيري شپې راهیسي تصفیوي عملیات پيل کړي.
نور پورته کول