د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: ځوانان د بې کارۍ له لاسه نېښ وهلو ته مخه کوي


کندهار: ځوانان د بې کارۍ له لاسه نېښ وهلو ته مخه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په کندهار کې زیاتره ځوانان چې د کوکنارو پټیو ته د کار کولو لپاره روان دي، وايي چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له مله یې دغه سخت کار ته مخه کړې ده.


په کندهار کې زیاتره ځوانان چې د کوکنارو پټیو ته د کار کولو لپاره روان دي، وايي چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له مله یې دغه سخت کار ته مخه کړې ده.

په هلمند او د کندهار په ځینو ولسوالیو کې د کوکنارو د حاصل راټولېدو وخت پیل شوی دی چې یو شمېر ځوانانو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابریږي.

د حاصل د راټولو کار ته يې نېښ وايي چې هره ورځ لسګونه بې روزګاره کسان د تریاکو د کښت سیمو ته پسې ځي.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی سیف الله له خپلو پنځو نورو ملګرو سره د کندهار جنوبي ولسوالیو ته د تریاکو په نېښ پسې روان دی دی.

هغه وايي چې اوس په سپین بولدک ولسوالۍ کې پخوانی تجارت او کاروبار نشته ځکه خو يې د تریاکو د حاصل را ټولو کار ته مخه کړې.

سیف الله " بې کاري ده، بل شی نشته، کاروبار ولاړ دی، مجبوره یو چې یو شی وکړو، اوس روان یو نېښ ته، که مو یو خواري پیدا کړه".

که څه هم د تریاکو په نېښ کې د بوختو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند خو د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مسئولین اټکل کوي چې د جنوبي ولایتونو په کچه په دغو شپور ورځو کې تر ۹۰ زره زیات کاریګر د تریاکو د حاصل د را ټولولو په کار بوخت دي.
XS
SM
MD
LG