د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ماین چاودنې پنځه افغان امنیتي منسوبین وژلي


پېښه تېره شپه د ژړۍ او میوند ولسوالۍ ترمنځ په میراخور سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال رامنځته شوې.
پېښه تېره شپه د ژړۍ او میوند ولسوالۍ ترمنځ په میراخور سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال رامنځته شوې.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي د دغه ولایت پولیسو د (صفر ۶) قطعې قوماندان وارث له پنځو تنو نورو امنیتي سرتیرو سره د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

پېښه تېره شپه د ژړۍ او میوند ولسوالۍ ترمنځ په میراخور سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال رامنځته شوې.

جمال بارکزي نن دوشنبه اپرېل ۲۶ (غويي ۶) امریکا غږ ته وويل چې په دغه ماین چاودنه کې د ژړۍ ولسوالۍ د امنیه قومندان سمونیار بصیر اڅکزي په ګډون درې نور پولیس هم ټپيان شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا بصیر اڅکزی دا مهال په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندي دی او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي په دې اړه امریکا غږ ته ویلي و: "پوځي عملیات د ژړۍ او میوند ولسوالیو ترمنځ په میراخور سیمه کې روان وو چې په ترڅ کې يې د ژړۍ پر امنیه قومندان د ماین چاودنه شوې هغه ټپي شوی د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او د جنوب په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندي دی."

ژړۍ او میوند د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې پدې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو شاهدي وې.

یوه ورځ مخکې د پنجوايي ولسوالۍ کې د دفاع وزارت هوايي قواو د هغه موټر بم د لمنځه وړلو ويډيو نشر کړې چې د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو غوښتل د پوځ پر یوه مرکز پرې مرګونی برید تر سره کړي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې له یاد موټر بم سره يې پرون غرمه مهال درې ځانمرګي بریدګر هم په نښه کړي.

د کندهار تر ارغنداب ولسوالۍ وروسته په ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې ګډو افغان ځواکونو له تېري اونۍ راهیسې پوځي عملیات پیل کړي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د وروستیو امنیتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG