په کندهار کې په نشو د اخته یو ځوان کورنۍ وايي چې د هغه د اعتیاد له امله نه یوازې د ده بلکې د ټولې کورنۍ ژوند تریخ شوی دی.
په کندهار کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې یو خصوصي مرکز تازه په کار پیل کړی چي تر شلو زیات معتادین په کې تر درملنه لاندې دي.
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره کرل شوې انجه د ودې په حال کې ده، چې تر ډېره په درملو کې کاریږي.
د کندهار امنیتي مقامات وايي، د ارغستان ولسوالۍ د مرکز د سقوط ګواښ يې لمنځه وړی او سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي دي.
امنیتي سرچینې وايي، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندان له ۸ نورو پولیسو سره د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د کندهار امنیتي مقامات وايي چې په ډنډ ولسوالۍ کې د یو برید پر مهال ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يې لاهم په سیمه کې پاتې دي.
په کندهار کې زیات شمېر هغه معتادین چې یو ځل یې درملنه شوې، په ټولنه کې د خلکو د ناسم چلند له امله بیا په نشو اخته شوي دي.
د کرنې مسئولین وايي ټاکل شوې سږکال په کندهار کې تر درې سوه زیات د پستې نوي باغونه جوړ شي چې کروندګر یې نیالګي د دې ولایت له خپلو نرسریو څخه ترلاسه کوي.
په کندهار کې د هغه ونو چې ژر مېوه ورکوي، تر دوه سوه زیات نوي باغونه جوړ شوي.
ارزګان کې نن سهار د سړک د غاړې ماين چاودنه کې درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال مزمل ساپی د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
امنیتي مقامات وايي چې تر یوې اونۍ وروسته يې نن سهار وختي یې د کندهار – هرات عمومي لویه لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل.
افغان چارواکی وایي، ګډو افغان امنیتي قواوو د کندهار – هرات د لويې لارې د تصفيې عملیات پيل کړي.
په هلمند ولایت کې په یوه وسله وال غلچکي برید کې يوه ښځينه پوليسه ټپي شوې، خو خاوند يې وژل شوی دی.
د هلمند ولایت د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس سید محمود سادات په موټر بم چاودنه کې وژل شوی دی.
سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو نفوذي کسانو په ارزګان ولایت کې پر پولیسو برید کړی دی.
امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو طالبانو پر یو لوی مرکز په هوايي بریدونو کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، یو ځانمرګی کس چې غوښتل یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځانګړو سرتیرو پر یوه عملیاتي مرکز موټر بم برید وکړي د افغان ځواکونو لخوا له منځته تللی دی.
په ارزګان ولایت کې د یوه واده د مراسمو لسو تنو مېلمنو د سپرلۍ په موټر کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنیتي سرچینو له قوله وسله والو طالبانو تیره ورځ د کندهار د ارغستان ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه کړي دي.
نور پورته کول