په کندهار کې نوي ټاکل شوي ولسوالان وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه یې د کار په لومړیتوبونو کې راځي.
امریکا غږ په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو پر ونډه یو ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو،چې د کرنې د سکتور بېلا بېلو غړو په کې نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو او بدیلونو بحثونه وکړل.
په کندهار کې کروندګر چې د وچکالۍ له امله له مالي زیانونو سره مخ دي، وايي د دې لپاره چې بیا ځینې کروندګر د نشه يي توکو کښت ته مخه نه کړي، دولت باید مرسته ورسره وکړي.
په کندهار کې په نشو د اخته کسانو شمېر تر درې سوه زره اټکل شوی دی، خو د دغو معتادینو د درملنې لپاره په دغه ښار کې یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی چې کافي بودیجه نه لري.
په کندهار کې روغتیايي مسئولین په دغه ښار کې ورځ تر بلې په شیشې د اخته معتادینو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي.
په کندهار کې روغتیايي مسئولین وايي چې ډېر داسې معتادین چې درملنه یې شوې وې، د بې کارۍ له امله یو ځل بیا نشو ته مخه کوي.
د کابل – کندهار لویه لار د لارۍ موټر چلونکو له لوري تړل شوې او ۶۰ زره زیات مسافر د لویو لارو پر سر بند پاته دي.
په زابل کې د پوليسو پر یوه قرار ګاه د وسله والو په برید کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي، نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي له کبله ۷ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مسئولین وايي چې هند تیاری ښودلی چې د کرنې په برخه کې افغان متخصصینو ته د دوکتورا په کچه د زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.
په کندهار کې په نشه یي توکو روږدي وايي چې د سالمې بوختیا د نشتوالي له امله یې نشو ته مخه کړې ده.
کندهار کې معتادین وایي چې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ډېر نوي کسان په نشو اخته شي.
نن ماپښين د کندهار د غورک د ولسوال پر کور ځانمرګی موټر بم بريد شوی٠
په کندهار کې نا معلومو وسله والو برید ګرو یو مشهور دیني عالم مولوي عبدالباقي په غلچکي برید کې وژلی دی.
نن سهار وختي په اروزګان ولايت کې د افغان ځواکونو پر يو نظامي مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی دی.
په کندهار کې د خصوصي سکتور په پانګونه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه کرنیز کمپلیکس د جوړېدو چارې پیل شوې.
روغتیايي چارواکي وايې چې یاده پېښه د غزني ولایت په یوه داسې سیمه کې رامنځ ته شوې چې له تیرو څه باندې دوه کالو راهیسې په کښې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ندی پلي شوی.
په کندهار کې معتادین د ژمي په سړو شپو کې د سرپنا او امکاناتو د نشتوالي له امله له کثافاتو د سون توکي راټولوي.
په کندهار کې په نشه ييتوکو یوه اخته کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې د سړک پر غاړه شپې سبا کوي.
نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغې اوومه) ماسپښين یوه بجه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو پر سرتیرو ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.
نور پورته کول