د کندهار – هرات پر لویه لار پر يوه مسافر وړونکي ۴۰۴ بس موټر د سړک د غاړي ماین چاودنې مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جنوب زون د شپږو ولایتونو د حکومتوالۍ او امنیتي وضعیت د څارنې او سمون په موخه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن سهار هلمند ولایت ته رسیدلی دی.
د کندهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ملي امنیت د وسایطو پر ورکشاپ ډله ییز برید د درې بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د کندهار امنیتي مقامات وايي چې د کندهار ښار په جنوب کې يې د وسله والو طالبانو لویه حمله پر شا تمبولې او ۳۶ وسله وال طالبان يې په ترڅ کې وژل شوي.
روغتیايي مسوولین وايې چې په جنوبي ولایتونو کې له واکسین څخه تر یو ميلیون د زیاتو ماشومانو پاتې کیدل لاهم پدې برخه کې لوی خنډ دی.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان او د کندهار ولایتي مقاماتو پدې ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په اړه خبري کړي.
د چارواکو په وینا پېښه نن دوشنبه سهار وختي جنورۍ ۴ ( مرغومې ۱۵) د ارغنداب په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د کندهار ولایت د وروستي امنیتي وضعیت په تړاو د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب کندهار ته رسیدلی دی.
افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ ملي پوهنتون په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو د بدیلو کښتو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.
په کندهار کې د وچې میوې سوداګر وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله سږکال له جنوبي ولایتونو څخه د شکر پارې صادرات کم شوي.
د کورنیو چارو وزارت د کندهار په احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د نس له لارې د قاچاق د مخنیوي لپاره نوي سکېنر ماشین ولګوی، د دغه وزارت مسئولین وايي چې له دغه ماشین سره به له کندهار څخه د هوا له لارې د قاچاق مخه ونیول شي.
په کندهار کې د جګړو له امله په یو شمېر ولسوالیو کې د غنمو کښت نه دی شوی، کروندګر وايي چې دا به له یوې خوا خلک د غنمو له قحطۍ سره مخ کړي نو له بلې خوا به یو شمېر کروندګر اړ کړي چې یو ځل بیا د تریاکو کرلو ته مخه کړي.
چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د وسله والو په يوه غلچکي بريد کې يو افغان پيلوټ وژل شوی دی.
ځاییي اوسیدونکي وايي چې تېر ماښام د زابل د اټغر ولسوالۍ له مرکز څخه د پوځ یوه مهمه قرارګاه په ګاونډ کې د شینکۍ ولسوالۍ ته انتقال شوې چې ورسره سم د یادي ولسوالۍ مرکز هم سقوط شو.
په اروزګان ولايت کې نن چهارشنبه سهار وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د انځرو سوداګر وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله له تاوان سره مخ شوي دي، دوی وايي حکومت ورسره د سړو خونو د جوړولو ژمنې کړې وي چې لا نه دي پلي شوي.
په کندهار کې د نشه يي توکو پر ځای د نورو کښتونو او باغونو د ترویج په لړ کې د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د خرما باغونه جوړیږي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې نن غرمه یو څارنوال په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د کندهار پوليس مقامات وايي چې تېره شپه يې ۷ ځانمرګي بریدګر موخي ته له رسیدو څخه مخکې له منځه وړي.
تر دوو اونیو پوځي عملیاتو وروسته د لښکرګاه ـ کندهار لویه لار نن شنبه ماسپښین د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
نور پورته کول