د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالي د دوهم ځل لپاره سقوط شوې او دولتي سرتیري له جګړې پرته ورڅخه پر شا شوي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې بیا جګړه پيل شوې ۸ پوليس وژل شوي او د پوليسو څو مرکزونو سقوط کړی.
نن دوشنبه سهار څه باندې ۱۰ بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید شوی دی.
د کندهار ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.
د هلمند سیمه ییز مقامات وايي د لښکرګاه – کندهار او هلمند – هرات د لويې لارې د پرانیستل کیدو عملیات پيل شوي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې ځانمرګي موټر بم برید کې د ولایتي شورا رئیس ټپي شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتېا چارواکي وایي، چې په هلمند ولاېت کې د ناامنېو له کبله دوه تازه پېښې ثبت شوي چې دې سره په هېواد کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۵۶ ته ورسېد.
په کندهار کې د استوګنې کورونو ته نږدې، په لارو او کوڅو کې د معتادینو زیاتوالي د دغه ښار د اوسېدنکو اندېښنې راپورته کړې دي.
روغتیايي مسئولین وايې چې په کندهار کې د پولېو د پېښو له زېات والي سره سره، زر ګونه کورنۍ د پولېو د واکسین د اخیستلو څخه ډډه کوي.
په کندهار کې د هوا له سړېدو سره په نشو د اخته کسانو ستونزې تر پخوا زیاتې شوي دي، دغه معتادین وايي تر هغه چې درملنه یې کیږي دولت یې باید د سرپناه غم وخوري.
چارواکي وايي چې د کندهار ولایت په عینو مینې سیمه کې د پولیسو پر یولسمې حوزې د موټربم برید شوی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکي د ځوانانو په منځ کې د چرسو د څکولو پر عامېدو اندېښمن دي او وايي چې دولتي مسئولین باید چرسو ته د اسانه لاسرسي مخه ونیسي.
په کندهار کې د انارو د بازار موندنې لپاره دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو، چې د انارو تر څنګ په کې د دغې مېوې څخه جوړ شوي نور تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي ول.
په کندهار کې د انارو ټیټو بیو د هغه کاریګرو پر مزدورۍ هم اغېز کړی چې پخوا یې د تریاکو په پټیو کې نېښ کاوه خو اوس د انارو په باغونو کې کار کوي.
کندهار ته له ایران څخه راستانه شوي کاریګر ډېری یې په هغه هېواد کې د کار کولو پر مهال په نشه يي توکو اخته شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي له سختو جګړو وروسته نن سهار سقوط شوې.
د افغانستان د پولېو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې د کندهار ولاېت په معرف ولسوالۍ کې ېو ۱۲ مېاشتنۍ ماشوم په پولېو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې دی.
د فاریاب چارواکي وايي، د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې موټر بم برید ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کندهار کې د پوليسو پر یوه مرکز په ځانمرګي موټر بم برید کې پوليسو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
په زابل کې نن غرمه د موټر بم په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي.
نور پورته کول