د کندهار امنیتي مقامات وايي چې ځانګړو افغان ځواکونو ارغنداب ولسوالي د وسله والو له شتون څخه پاکه کړې.
د ارزګان ولایتي مقامات وايي چې د ګیزاب ولسوالۍ د سقوط مخ نیوی يې کړی، خو وسله والو طالبانو د محبس ودانۍ سوځلې.
په کندهار کې د خوراک د نړیوالې ورځې د لمانځنې پر مهال د دې ولایت د کرنې مسئولینو خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د غلو دانو کر او تولید زیات شوی.
د افغانستان په جنوب کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايې که امنیتي وضعیت سم نشي نو د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو اندېښنه شته.
د کندهار امنیتي مقامات وايي چې تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د «صفر ۳»ځانګړي قطعې او هوايي قواوو په بریدونو کې ۱۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په کندهار کې د کانالونو د جوړېدو یوه لویه پروژه پيل کړې، چې د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې به پلې شي.
د کندهار امنیتي مقامات وايي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په کندهار کې د زیتون باغونو سږ کال د پخوا په پرتله ډېر حاصلات ورکړي چې د کوکنارو او نورو نشه ييتوکو د کښت ښه بدیل بلل کیږي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړه نن دریمې ورځې ته داخل شوه.
د ارزګان امنیتي مقامات وايي چې دهراود ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې، خو وايي چې لاهم جګړه د ولسوالۍ په بازار کې دوام لري.
امنیتي مقامات وایي چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د صفر ۳ ځانګړې قطعې په ګډون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ګډ پوځي عملیات پیل شوي دي.
وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه پيل کړي.
د هلمند امنیتي مقامات وايي چې د لښکرګاه – کندهار د لويې لارې د پرانیستل کیدو لومړی پړاو عملیات تیره شپه.
په کندهار ولاېت کې دیني عالمان وايي چې د پولېو پر ضد واکسین د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده.
چارواکي وايي، په کندهار ښار کې یوه ښځينه پولیسه په غلچکي برید کې وژل شوې ده.
" اوچا" چهارشنبه د اکتوبر۲۱ ( تلې ۳۰) په یو راپور کې ویلي، د لښکرګاه – ناوه سړک باندې نور ماینونه هم ښخ شوي، چې ورسره پر دغې لارې تګ راتګ بند شوی دی.
د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د پستې نوي باغونه جوړ شوي چې د نشه يي توکو غوره بدیل بلل کیږی، په دغه ولایت کې د پستې یوه باغ شاوخوا نهه ټنه حاصل ورکړی.
دکندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز نن سهار ۲ موټربم ځانمرګي بريدونه شوي او وروسته وسلهواله نښته پیل شوې چې لاهم جګړه روانه ده.
د هلمند په مرکز لښکرګاه دریمه حوزه کې لاهم د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د زابل امنيتي مقامات وايي چي د شينکۍ ولسوالۍ د سقوط مخنيوي يې کړی او د وسله والو طالبانو بريد يې پر شا تمبولی دی.
نور پورته کول