د کندهار امنیتي مقامات وايي، پر ښورابک او تخته ولسوالیو یې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرو نهو ورځو راپدېخوا لښکرګاه ته نژدې د پیل شوي جګړې له امله څه باندې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند امنیتي مقامات وايي چې د لښکرګاه پر ۶۰۱ شهرا باندي نن سهار وختي هوايي بریدونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
امنيتي مقامات وايي چې په هلمند کې د افغان پوځ دوو هلیکوپټرو د ناستې پر مهال سره ټکر کړی او دواړه له منځه تللې دي.
روغتیايي چارواکي په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې د پوليو د زیاتو پېښو تر څنګ د کمپاین پر وخت په کورونو کې د بیلابیلو لاملونو له کبله د ماشومانو نه واکسینیدل یوه لویه ستونزه ګڼي.
په هلمند کې د رواني جګړې له کبله په تیرو ۳ ورځو کې پنځه زره کورنۍ له خپلو کورنو کډوال شوي.
تېره شپه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیاتو کې ځايي مقامات وايي چې د بولان ځيني.
د هلمند امنیتي مقامات وايي چې پر لښکرګاه ښار باندې د وسله والو د بریدونو مخنیوی شوی او په هوايي بریدونو کې.
د هلمند ځايي چارواکي وايي چې پر یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر باندي د سړک د غاړې ماین چاودنه کې.
امنیتي مقامات وايي، په هلمند کې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې کروندګر وایي چې ډېر کله د اوبو له کمښت سره مخ وي، دوی وايي که حکومت د دهلي بند د رغولو تر څنګ په ولسوالیو کې ځینې واړه بندونه جوړ کړي، نو د کرنیزو ځمکه د اوبو د کمښت ستونزه به ورسره اواره شي.
کندهار کې د انارو باغ لرونکي وايې چي د کرنیزو ناروغیو له امله يې تر خپل وخت یوه میاشت مخکې د انارو را شکول پيل کړي.
په هلمند کې امنیتي منابع وایي چې په یو موټر بمي چاودنه کې د افغان پوځ سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو تائید کړه چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې چې دا مهال د معتادینو د درملنې لپاره یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی، په نشو روږدي وايي چې د دوی د درملنې لپاره دې امکانات زیات شي.
په کندهار کې تازه د پنبې د حاصلاتو راټولو پېل شوي، کروندګر وايي چې د پنبې کښت د کندهار په ډېرو سیمو کې رواج شوی او په یو شمېر سیمو کې یې د تریاکو ځای نیولی دی.
په کندهار کې په لومړي ځل د مرخېړي یا مشروم کښت ښه پایله ورکړې، کروندګر یې وايي چې له حاصلاتو یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.
د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اوردو پر یوه مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی.
په کندهار کې په نشه روږدي وايي چې د اعتیاد له لاسه یې د ژوند ټول امکانات له لاسه ور کړي او کورنۍ يې اوس په بې وزلۍ کې ژوند تېروي.
په کندهار کې د انارو باغ لرونکي وايي چي سږکال يې باغونو ښه حاصل نیولی خو د مارکېټ نه شتون ته یې اندېښمن دي.
نور پورته کول