د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان ګیزاب کې د پولیسو او طالبانو تازه نښتې


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو تائید کړه چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن سې شنبه اکتوبر ۶ (تلې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې تیره شبه وسله والو طالبانو د ګیزاب ولسوالۍ د مرکز پر کمر بندي پوستو بریدونه کړي چې په وینا یې افغان قواو پر شا تمبولي دی.

نوموړي زیاته کړه چې په جګړه کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

خو د ارزګان د پولیسو یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د ګیراب د تیرې شپې په جګړه کې نهه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دی.

د ارزګان ګیزاب او دهراود ولسوالۍ له تیرو درې اونیو راهیسې د وسله والو طالبانو تر پراخو بریدونو لاندې راغلي چې لا هم نښتې پکښې روانې دي.

د ارزګان د والي ویاند ښاغلی عبادي وايي، د ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې تازه دمه افغان ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د وسله والو طالبانو له حضور څخه یې ځینې سیمې هم تصفیه کړي دي.

د ارزګان د امنیتي وضعیت د سمون لپاره د کورنیو چارو وزارت جنرال خطاب خنجري د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکلی چې تېره ورځ یې خپله دنده پیل کړه.

ښاغلي خنجري امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت د امنیت لپاره به ډېر ژر یو لړ ګامونه واخلي، خو په اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د ارزګان د نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG