د هلمند سیمهییز چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه لس بجې د کندهار – لښکرګاه تر منځ د لويې لارې پر سر د ملي امنیت عمومي ریاست اړوند د پارتیزاني ګروپ پر یوه مرکز رامنځ ته شوې ده.
د ارزګان ولایتي مقامات ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۲۸ تسلیم شوي پوليس وژلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کی یوه ۱۲ میاشتنۍ ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی ده.
د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد کې څلور پوليس وژل شوي٠
حکومتي مقامات وايي چې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې او سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز د وسله والو طالبانو برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې په نشه روږدې یوه کورنۍ له ښځینه غړو سره یو ځای د سرک پر غاړه شپې او ورځي تېروي.
روغتیايي مسئولین وايې چي نن د پنجشنبې په ورځ سپټیمبر درېیمه (وږي ۱۳) په کندهار او زابل ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوي پېښي ثبت شوې.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د ملي پوځ د کمانډو څلور بندي سرتیري خوشي کړي دي.
په کندهار کې په نشه روږدي وايي چي د بېکارۍ له امله يې نشه يي توکو ته مخه کړې، دغه معتادین له دولت څخه غواړي چې هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.
په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي چې د مارکېټ د نه شتون له امله په ميلیونونو افغانۍ زیان ور اوښتی دی.
په کندهار کې د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې نن سهار ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې طالبانو د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د پوليسو پر یو لوی مرکز دوه موټر بم چاودنې او وسلهوال برید کړی دی.
امنیتي مقامات وايي د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی دی.
د وسله والو طالبانو تر خبرداري وروسته د کندهار – ارزګان لویه لار نن سهار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.
د کرنې مسئولین وايې چې په کندهار کې مڼو ښه حاصل ورکړی، چې نه یوازې باغوانانو ته ګټه رسوي بلکې ورسره د نشه يي توکو کښت هم کم شوی دی.
په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کورنۍ د درملنې د مرکزونو زیاتوالی غواړي، په دغه ولایت کې چې د معتادینو شمېر په کې ورځ په ورځ په زیاتېدو دی، یوازې یو روغتون فعال دی.
په کندهار کې د نشه يي توکو بستر شوي معتادین وايي چي دولت دې د نشه يي توکو د پلورونکو د فعالیت مخه ونیسي.
د چمن – سپین بولدک لارې له بیا خلاصېدو سره نن د ورځې له شروع څخه بیا تر لس نیمو بجو پري ۸ زره کسانو د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کړی دی.
په کندهار کې په نشه روږدې د شپږو اولادونو مور چې خاوند یې په نشو اخته کړې له خپلې کورنۍ بېله د سختیو ورځې او شپې تېروي.
نور پورته کول