په کندهار کې په نشه روږدې یوه کورنۍ له ښځینه غړو سره یو ځای د سرک پر غاړه شپې او ورځي تېروي.
دغه کورنۍ پر حکومت او خلکو غږ کوي چې له دوی سره د سرپنا او د اعتیاد د درملنې په برخه
کې مرسته وکړي.
دغه کورنۍ نه نه سرپنا لري او نه هم د شپې سبا کولو ځای خو د ښځینه غړو سره یو ځای پدغو هدیرو کې شپې سبا کوي.
د مور او ۱۲ کلني لور په ګډون يې د کورنۍ پنځه غړي په نشه ييتوکو اخته دي.
دغه کورنۍ پر حکومت او خلکو غږ کوي چې له دوی سره د سرپنا او د اعتیاد د درملنې په برخه
کې مرسته وکړي.
ماشومه ماجبین وايې چې لویه هیله يې درملنه او سرپنا ده، چې بېرته عادي ژوند ته وګرځي.
هغه چې د پوډرو او شیشې په ګډون بیلابیل نشه يي توکي کاروي وايي " چې له نشې څخه خلاصه شم، غواړم کور ولرو، او هلته ژوند وکړو".
مور يې د اعتیاد له لاسه د ورپېښو ستونزو له امله سمې خبرې نه شي کولای، خو وايې چې د اعتیاد او بې سرنوشته ژوند له لاسه ناهیلې ده.
دا زیاته وي چې څو ځله یوه روغتایي مرکز ته د درملنې په نیت ورغلې، خو هغوی ورته ويلي چې د ښځینه معتادینو د بستر امکانات نه لريی.
دا کورنۍ څه موده کیږي چې کندهار ښار ته راغلې، د سیمي اوسیدونکي وايې چې د ښځینه معتادینو شمېر هم ورځ تر بلي زیاتیږي.
په کندهار او په شاوخوا نورو ولایتونو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر لویه ستونزه بلل کیږي خو د ښځینه معتادینو موجودیت یوه نوې ستونزو او حېرانونکې ده.