د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنو کې ۱۷ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
د کندهاره امنیتي مقامات وايي، د معروف ولسوالۍ پر مرکز یې د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله پر شاتمبولې او د ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې.
د کرنې وزارت په کندهار کې دانارو د ساتلو د ۴۸ سړو خونو کار پيل کړ، چې دا به د دغه ولایت له بزګرو سره مرسته وکړي چې انار په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کړي.
په کندهار کې معتادین وايي چې نشه یي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې په نشو د روږدو کسانو شمېر زیات شي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ د انګورو باغ لرونکي وايي چې د انګورو په باغونو کې يې نباتي ناروغي رامنځته شوې او په لوړه کچه له مالي زیان سره مخ دي.
افغان امنيتي مقامات وايې چې لومړی د پاکستان له لورې د لقمان او زاړه کلي پر سیمو د درنو وسلو ډزې شوي چې په ځواب کې افغان ځواکونو هم جدي غبرګون ښودلی.
په کندهار کې باغ لرونکي وايي چې د تازه مېوو ضایعات يې د سړو خونو د کمښت له امله ډېر شوي دي، چې هر کال له همدې امله له تاوان سره مخ کیږي.
د افغانستان فاع وزارت وايي، نن دوشنبه د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوې بلک هاک هلیکوپټرې د ناستې پر مهال لوېدلې ده.
د ارزګان مرکز ترینکوت اړوند چنارک امنیتي مرکز کې په یوه داخلي برید کې څلور ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه د جګړې پر مهال د پولیسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د تخته پل ولسوالۍ په ملاحد سیمه کې د پوليسو پر یو مرکز د وسله والو طالبانو په برید کې ۷ پوليس وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د بریدونو پر مهال ۲۵ وسله والو طالبان وژل شوي دي.
په زابل کې د پوليسو د یوه مرکز تر سقوط وروسته د هوايي قواوو په برید کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي، نن سهار وختي يې د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو برید پرشا تمبولی.
کندهار کې چارواکي وايي، یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو یو مرکز مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر چولی، چې له امله یې ۴ پولیس وژل شوي.
د روغتیايي برخې مسؤلین وايي، د ګوزڼ دغه نوې پېښې په کندهار او هلمند ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.
که څه هم په کندهار کې د کرونا وایروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو په دغه ښار کې د معتادینو د راټولېدو ځایونه لا له ګڼې ګوڼې ډک دي.
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه مېله یا جمعه بازار کې د چاودنو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روغتیايي مسئولین وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې نن یکشنبه د هلمند ولایت په رېګ ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.
د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایي، پر ترینکوټ ښار يې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی.
نور پورته کول