د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وایې چې د بدیلو کښتونو په لړ کې یو شمېر بڼوالو د نویو تجربو له مخې د سرو او سپینو انځرو دوه ډوله ونې اېښي چي په کال کې دوه ځله حاصل ورکوي. د دغو انځرو د ونو اېښودل له تیرو څلورو کالونو راهیسې په کندهار کې پیل شوي چې د کروندګرو په وینا ښه پایله یې ور کړې ده.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو د مثبتو پیښو شتون، د هیواد نورو برخو ته د یادې ناروغۍ د خپریدو احتمال زیاتکړی.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وايي چې د کوچیانو د پسرلنۍ سفر پر مهال به هڅه وشي چې د هغوي ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.
د ګوزڼ پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسوؤلین وايي چې پدې برخه کې د ټولنې مرسته ډیره اغېزمنه وه چې له کبله یې سږکال په زابل کې د دې ناروغۍ هیڅ ډول پېښه نده ثبت شوې.
د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي چې د هوا په تودېدو سره په جنوبي ولایتونو کې د پولیو ناروغي د وېروس د مخنیوي لپاره نوي کمپاینونه پيلوي.
په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وایې چي سږکال يې باغونو زیات حاصل نیولی خو د نباتي ناروغیو د څرګندیدو احتمال ته ډیر اندیښمن دي.
په جنوبي ولایتونو په خاص ډول کندهار کې د پستو نوي باغونه د پراختیا په حال کې دي او یو شمیر کروندګر وايي چې د پستو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده او د کوکنارو له بدیلونو ګڼل کیږي.
د پوليو پرضد د مبارزې د پروګرام مسؤولین وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو پرضد مبارزه کې د کورنیو او ولسې خلکو مرسته تر پخوا زیاته شوې.
د کندهار روغتیايي مسؤولین وايي چې د هغو کورنیو د پوهاوي د لوړېدو په موخه یو شمېر د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچوي چې خپلو ماشومانو ته د بیلابیلو لاملونه له امله د ګوزڼ ضد واکسین نه ورکوي.
په کندهار کې د یو ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د هغه روغتیایي حالت ته په کتو سره، خلکو ته سپارښتنه کوي چي خپل ماشومان واکسین کړي.
په کندهار کې ځایی کروندګر وایې چې تر ځمکې لاندي د اوبو سطحه ټيټه شوې چې له کبله یې له ژورو څاګانو څخه د اوبو د را ایستلو لګښتونه هم زیات شوي دي.
په کندهار کې د الوچو یو باغوان وايي، چې د باغونو د اوبه کولو لپاره اوبه نه لري او د وچکالۍ ستونزه ددې لامل شوې چې د الوچو حاصلات یې ایله نیمه بیه وکړي.
د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوؤلین وایي چې د یادې حوزې په ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغې د ګواښ کچه راټیټه شوې.
سږکال د سویلي ولایتونو په اکثرو سیمو کې د غنمو زیات کښتونه شوي خو کرونده ګر یې د مناسب بازار نشتوالي نه سرټکوي او وايي چې د هینجې او زعفرانو په پرتله غنم د کوکنارو سم بدیل نشي کیدای.
په کندهار کې د انارو یو شمېر بڼوال وایې چې د مارکېټ د نشتون او نباتي امراضو له کبله یې اوس د انارو پر پخوانیو باغونو، د املوکو نوي باغونه کښېنولي.
د افغانستان په جنوب کې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې په یاد زون کې لیرې پرتو سیمو ته د واکسیناتورانو لاسرسی زیات شوی.
د هلمند ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې، او اوس زیاتو ماشومانو ته واکسین رسیږي.
د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسئوولین وایې چې روغتیايي مرکزونو کې میندو ته د واکسین په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو ګټور ثابت شوي.
په کندهار کې د نیالګیو د بزغلیو د فارمونو یو شمیر مالکان وايي، چې پدغه ولایت کې نوي بوټي یا هغه نیالګي چې په نوره نړۍ کې یې ښه پایله درلودلې ده مخ په ترویجیدو دي او په مارکيټ کې یې بازار هم په ګرمیدو دی.
د افغانستان په جنوب کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې د بیځایه شویو کورنیو د ماشومانو واکسین ته ځانګړې پاملرنه کیږي.
نور پورته کول