که څه هم سږ کال د تازه انارو د پلورلو لپاره کورنی او بهرنی مارکیټ کمزوری و، خو بیا هم په کندهار کې د انارو باغ لرونکو د سږني کال د انارو دانې جوړې کړي او د میوو سوداګر یې وايي، چې ددغه ولایت د انارو ښې دانې هند ته ځي.
طالب چارواکي وایي چې حکومت په افغانستان کې د کلیو د سروې په نوم د کوکنارو د کښت د اندازې د معلومولو سراسري سروې پیل کړې ده او له دې سره به د مخدره موادو اقتصادي ابعاد وڅیړي.
د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې هره ورځ سلګونه بې واکسینه ماشومان له پاکستان څخه افغانستان ته دننه کیږي.
په کندهار کې د تاریاکو یو شمیر پخواني کروندګر چې اوس یې د کوکنارو په ځای نور کښتونه کرلي دي وايي، سږ کال د کوکنارو په نسبت له نورو کښتونو هیڅ ګټه نده اخیستې او د طالبانو حکومت هم ورسره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته نده کړې.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د تېرو دوو لسیزو په اوږدوکې د پولیو تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوي.
په کندهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، چې پدغه ولایت کې ۳۰۰ ټنه ته د پنبې حاصلات لوړ شوي او دا پنبه تر ډیره په هغو ځمکو باندې کرل شوې ده چې مخکې به پرې د تریاکو کښت کیده.
پداسې حال کې چې د افغانستان د سویلي ولایتونو په مختلفو سیمو کې بادام ښه حاصلات ورکوي، خو په کندهار کې د بادامو سوداګر ادعا کوي، چې تر ټولو ښه او لومړۍ درجه بادام د هلمند د نوزاد او بیا د کندهار د نېش ولسوالۍ دي، چې ښه بازار لري.
روغتیایي چارواکي وایي چې دوی په پام کې لرې چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ضد مبارزې په عملیاتي پلان بیا کتنه وکړي.
د زابل ولایت روغتیایي مسؤولین وايي چې په یاد ولایت کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی کمپاین، ترسره شو، او په ترڅ کې یې ۱۵۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شو
په کندهار کې د سبزیو یو شمیر کروندګر وايي، چې دوی نه یوازې د کندهار بلکې د غزني په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د سبزیو د مارکیټ اړتیاووې هم پوره کولی شي خو که ور سره مرستې وشي او اسانتیاوې ورته برابرې شي.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر وايي، چې د طالبانو حکومت یوازې دا اعلان کړی دی چې د کوکنارو کرل بند دي خو نور یې له کروندګرو سره نه مرستې کړي او نه هم په بدیلو کښتونو غور کوي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د سویلي حوزې په څلورو ولایتونو کې د پوليو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی، او په ترڅ کې به یې ۱.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.
روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره پراخه همکاري کوي.
په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې پدغه ولایت کې د تورنجو باغونه مخ په ډیریدو دي او سیټروس ونې د ترویج په حال کې دي.
د ارزګان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي دوی په پام کې لرې چې د پولیو ضد مبارزه کې د ګډون لپاره ځوانانو ته بیلابیلې تشویقي ډالۍ ورکړي
په کندهار کې یو شمیر د انارو ځمکه وال له خپلو باغونو د انارو ونې باسي ترڅو خپلې ځمکې نورو کښتونو او یا له باغدارۍ پرته نور کاروبار لپاره برابرې کړي.
د هلمند ولایت د یو شمېر لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
د زابل ولایت روغتیایي مسئوولین وایې چې د ټولنې په هڅونه او د واکسین په تطبیق کې د دیني عالمانو رول ګټور دی، او په مرسته یي تر هر ماشوم پورې واکسین رسیږي.
روغتیايي چارواکي وايي چې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د کوچیانو ماشومانو د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
که څه هم پخوا په کندهار کې د هینجې کښت نه کیدی خو د هینجې د ښې بیې په وجه اوس زیاتو کروندګرو پدغه ولایت کې د هینجې کښت ته مخه کړې ده او د هینجې د کرلو ماهرین وايي، چې تر تریاکو یې ګټه درې ځله زیاته ده.
نور پورته کول