د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد مبارزه کې د ګډون لپاره ځوانانو ته تشویقي ډالۍ ورکول کیږي


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین

د ارزګان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي دوی په پام کې لري چې د پولیو ضد مبارزه کې د ګډون لپاره ځوانانو ته بیلابیلې تشویقي ډالۍ ورکړي.

دوی یادونه کوي چې ځوانان به د لوبو د وسایلو او داسې نورو ډالیو په واسطه وهڅول شي چې د پولیو ضد مبارزه کې پراخه همکاري وکړي، او د کمپاینونو سربیره، د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د ګډون له لارې، کورنیو ته د واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي.

د ارزګان ولایت د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤول، محمد رفیق، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په مرکز ترینکوت کې د کرکټ په ټیمونو د لوبې وسایل وویشل، تر څو ځوانان په کمپاینونو کې له موږ سره همکاري وکړي. همدارنګه، موږ غواړو ډیر ژر دغه لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوو.“

د نوموړي په وینا، پدې توګه ځوانان د پولیو ضد مبارزې له بهیر څخه ملاتړ کوي، او هغه کورنۍ چې خپل ماشومان نه واکسینوي هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوت اوسیدونکي، محمد ولي، امریکا غږ ته وویل: ”زه له ټولو کورنیو غواړم چې د خپلو اولادونو په وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړي، او خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.“

د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسیدونکی، ګل محمد، بیا وایي: ”په لیرې پرتو سیمو کې یو شمېر کورنیو د منفي تبلیغاتو له کبله خپل ماشومان نه واکسینول. موږ ځوانانو هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ورکړل، او هغوی مو قانع کړل چې خپل ماشومان واکسین کړي.“

د روغتیا د برخې ماهران ټینګار کوي چې د سپورټي لوبو د ترسره کولو له لارې او یا نورو ورته کړنلارو په کارولو سره، لیرې پرتو سیمو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پیغام رسول یو ګټور اقدام دی، او کولای شي خلک د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG