د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر کورنۍ لا هم د پولیو واکسین په ارزښت نه پوهیږي-روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندهار روغتیايي مسؤولین وايي چې د هغو کورنیو د پوهاوي د لوړېدو په موخه یو شمېر د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچوي چې خپلو ماشومانو ته د بیلابیلو لاملونه له امله د ګوزڼ ضد واکسین نه ورکوي.

په جنوبي حوزه کې پولیو ویروس ته لاهم د یو ستر ګواښ په توګه کتل کیږي او د دې حوزې روغتیايي مسؤولین هڅه کوي چې دا ویروس د ټولنې په مرسته په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکتر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: "که څه هم د جنوبي حوزې یو شمېر کورنۍ اوس هم د پولیو ویروس په اړه پوهاوی نه لري، خو زمونږ روغتیايي ټيمونه بیا تل هڅه کوي چې د ګوزڼ د ګواښونو په اړه دوی ته پوره معلومات ورکړي."

د نوموړي په وینا، د ټولنې مرسته د پولیو سره اړینه ده، اکثره تعلیم یافته کورنۍ د پولیو له کمپاین سره همکاري کوي ځکه هغوی د خپلو ماشومانو روغتیا ته ډېره پاملرنه لري.

ښاغلي پتیال دا هم وايي چې زموږ ټولنه اوس هم د ماشومانو د روغتیا په هلکه لا زیاتو د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا لري ترڅو د خلکو عامه ‌‌ذهنیت د پولیو په تړاو ښه شي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید امریکا غږ ته وویل: " کورنۍ باید دا خپل مسؤولیت وګني او د پولیو پروګرام سره جدي مرسته وکړي تر څو افغانستان کې د ګوزڼ د پېښو مخنیوی وشي او دا ویروس په بشپړ توګه له منځه ولاړ شي."

ښاغلي کمال شاه د کورنیو په مرسته او ګډون ټینګار وکړ او وویل چې پکار ده ټول هغه ماشومان چې د کمپاین پرمهال له واکسین څخه پاتې کیږي، صحي مرکزونو ته د واکسین لپاره یوړل شي او په دې توګه د دې مرض تغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

نوموړی زیاتوي، له اوږدې مودې راهیسې د عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لري خو اړینه دا ده چې ټولنه د راتلونکي نسل روغتیا ته ځانونه مسؤول وګڼي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د ګوزڼ ناروغي علاج نلري او مخنیوی یې یوازي د پوليو واکسین له لارې کیدای شي.‍

XS
SM
MD
LG