د لاس رسي وړ اتصالات

د یو ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ: ماشوم مو واکسین کړی نه و، اوس یې پښې او لاسونه کاږه دي


یو نیم کلن شریف الله چې په کندهار کې په ګوزڼ اخته شوې
یو نیم کلن شریف الله چې په کندهار کې په ګوزڼ اخته شوې

په کندهار کې د یو ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د هغه روغتیایي حالت ته په کتو سره، خلکو ته سپارښتنه کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ګوزڼ وهلي یو نیم کلن شریف الله کورنۍ د هغه راتلونکې ته سخته اندېښمنه ده او له نورو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندي واکسین کړي.

د شریف الله کورنۍ وایي له هغه وروسته چې د نوموړي لاس او پښه له حرکته ولویدل او ډاکټرانو ورته وویل چې نوموړی په پولیو ناروغۍ اخته شوی، دوی د واکسین په ارزښت پوه شوي، او اوس خپل نور ماشومان واکسینوي.

د شریف الله نیا، امریکا غږ ته وویل: ”موږ خپل لمسی نه ؤ واکسین کړی. اوس یې پښې او لاسونه کاږه دي او حرکت نلري، او د کورنۍ ټول غړي یې راتلونکي ته اندېښمن دي.

هغه زیاتوي چې په کورنۍ کې یې اته ماشومان دي، او اوس دوی د واکسین په ګټو پوهیدلي، او تل کوښښ کوي چې د کورنۍ نورو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین وکړي.

د یاد ماشوم کورنۍ له نورو کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي، او هغوی د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو د شریف الله له برخلیک سره مخامخ نشي.

بل لوري ته، د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د پخوا په پرتله اوس زیاتو سیمو ته لاسرسی لري، خو لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”موږ هڅه کوو چې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو په مرسته د عامه پوهاوي پروګرامونه جاري وساتو، او خلک وهڅوو چې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو ناروغي درملنه نلري، خو د واکسین په واسطه د وقایې وړ ده، خو له بده مرغه چې لا هم د پولیو ضد واکسین څخه د ماشومانو محرومیت د یادې ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي، او د پولیو ضد مبارزه له خنډ سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG