د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد سرتاسري کمپاینونه ددې ناروغۍ د له منځه وړلو یواځنۍ لاره ده - د طب محصلان


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین

د فراه ولایت یو شمېر د طب محصلان وایي د پولیو ضد واکسین سرتاسري پوښښ د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو یواځنۍ لاره ده.

د دوی په وینا، د پولیو ناروغې هغه مهال له هېواد څخه په بشپړه ټوګه محوه کیدای شي چې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته په سرتاسري کمپاینونو کې په منظم ډول د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

د فراه ولایت د طب پوهنځي یو تن محصل، عنایت ریګیوال، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”هر څومره چې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه په منظم او سرتاسري ډول تطبیق شي، هغومره زیات ماشومان له یادې ناروغۍ څخه ژغورل شي.“

د نوموړي په وینا، باید هڅه وشي چې په کمپاینونو کې هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي. که چيرې کمپاینونه سرتاسري بڼه ولري او کورنۍ د واکسیناسیون له بهیر سره همکاري وکړي، ډیر ژر به د پولیو ویروس تغر له افغانستان څخه ټول شي.

د فراه ولایت د طب پوهنځي بل محصل، محمد عاطف، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”موږ باید د نړۍ د نورو هېوادونو له تجربو څخه ګټه پورته کړو، او په افغانستان کې د پولیو ضد سرتاسري کمپاینونه تطبیق کړو، تر څو یاده ناروغي په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.“

بل لوري ته، روغتیايي چارواکي ډاډ ورکوي چې په کمپاینونو کې به ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسیږي، او هیڅ ماشوم به له واکسین څخه پاتې نشي.

د عامې روغتیا وزرات د روغتیا د پراختیا د څانګې کارکوونکي، ډاکټر عبدالصبور عمر، امریکا غږ ته وویل: ”د فراه ولایت ټول روغتیایي کارکوونکي د پولیو د خطرناکه ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کمپاینونو د پوښښ د کچې په پراختیا ټینګار کوي، او دا اړینه بولي چې باید په کمپاینونو کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ په مخینوي کې د پولیو ضد واکسین ته لاسرسی، او د واکسین په تطبیق کې دکورنیو همکاري اړینه ده.

XS
SM
MD
LG