د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې – روغتیا پالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شوی، او ۹۰ سلنه خلک خپل ماشومان واکسینوي.

د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې چې له مرکز څخه شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن لري، پخوا د بیلابیلو عوامله له امله ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل، او یواځې محدودو کورنیو خپل ماشومان واکسینول. خو اوس د یادې ولسوالۍ ډیری کورنۍ د ګوزڼ په اړه کافی معلومات لري، او خپل ماشومان واکسینوي.

د موسی خیلو د ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي، وزیر، چې له کلونو راهیسی د پولیو د عامه پوهاوي په چارو بوخت دی، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا په موسی خیلو ولسوالۍ کې خلکو د ګوزن ضد واکسین سره چندان لیوالتیا نه درلوده. د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر مټ اوس خلک د واکسین په ګټو پوهیږي، او خپل ماشومان واکسینوي.“

د نوموړي په وینا، اوس ګڼ شمېر خلک د پولیو ضد واکسین تطبیق ته لیواله او ژمن دي، او د هرې ورځې په تیریدو سره د واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی.

د موسی خېلو د ولسوالۍ د غوزک کلینیک واکسیناتور، دین محمد، امریکا غږ ته وویل: ”اوس د واکسین د تطبیق په برخه کې هم د کلینیک دننه او هم په کمپاینونو کې هیڅ راز ستونزه نلرو، او د پخوا په پرتله زیات شمېر کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.“

د موسی خېلو د ولسوالۍ د زوړکوټ د روغتیایي مرکز ډاکټر، نورالله نوري، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”پخوا د پولیو ضد واکسین په اړه د ناسمو تبلیغاتو، نا امنیو او داسې نورو عواملو له کبله زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس دغه ستونزې حل شوي، او ټولو ماشومانو ته واکسین رسیږي.“

بل لوري ته، د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پخوا په پرتله ستونزې کمې شوي، او دوی هڅه کوي چې د پولیو ضد واکسین په ګډون، خلکو ته د اړتیا وړ لومړني روغتیایي خدمتونه ورسوي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، امریکا غږ ته وویل: ”د جمهوریت په وخت کې د ناامنیو له امله د موسی خیلو په ګډون د زیاتو ولسوالیو لیرې پرتو سیمو ته لاسرسی نه ؤ، خو اوس موږ هر ځای تللی شو، له خلکو سره ناستې ترسره کوو، او ستونزو ته یې د حل لارې پیدا کوو. همدارنګه، لیرې ساحو ته ګرځنده روغتیایي ټیمونه استوو.“

XS
SM
MD
LG