ولسمشر غني، د اروپايي ټولنې له فساد ضد په څلورم کنفرانس کې وويل چې د تحول په لسیزه کې باید افغانستان خپل عواید اته ملیارده ډالرو ته لوړ کړي او تجارتي بیلانس هم باید لوړ بوځي.
د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو چارواکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د شیخ زاید آل نهیان ښارګوټی، چې په کې ۳۳۳۰ آپارتمانونه شامل دي پرانیست.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا حمله د سانچارک ولسوالۍ د تبر او تغای خواجه په سیمو کې شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی.
په غزني کې محلي چارواکو منلې چې نن شنبه سهار د قره باغ ولسوالۍ د شیراباد او نیخته د سیمو اووه یرغمل شوي اوسیدونکي د اختطاف چیانو له منګولو ازاد شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جنرال جیمز مټیس نن سهار افغانستان ته راغلی او په افغانستان کې به میشتو امریکايي سرتیرو سره وګوري.
یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته منلې، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ترمنځ د بلخ لپاره د نوي والي په توګه د محمد اسحق رهګذرپه ټاکل کیدو هوکړه شوې ده.
د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې امنیتي ادارو ددغه ولایت د قرباغ ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو او دوو نورو د تښتولو د پېښې په تړاوو د یوه محلي پولیس په ګډون څلور تنه نیولي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وزارت وايي، د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ کې په هوايي ځواکونو په بریدونو کې پنځلس ترهګر وژل شوي دي.
ولسمشر غني د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د یوه سیاسي چوکاټ د جوړېدو وړاندیز وکړ.
دمخه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د افغان حکومت له خوا د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د راروانې چهارشنبې په ورځ د کابل په لور د زرګونو موټرو په بدرقه د یو ستر لاریون ترسره کولو اعلان کړی وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېر ماښام د کابل په اوولسمه حوزه کې د مشرانو جرګې پخوانی دوهم نائب او سناتور رفیع الله ګل افغان د ناپيژاندو وسله والو په یو برید کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، په افغانستان بهرني جنګیالي شته، خو د روسیې له خوا ورکړل شوې شمیرې د مبالغې ډکې دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جمعې په ورځ( فبروري۲۳) به د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند لوړپوړي چارواکي په هرات کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې کار پیل کړي.
د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) د ۲۰۱۷ کال راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۹ فیصده را ټيټه شوې ده.
د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، د افغانستان، پاکستان، قاطع ملاتړ اود منځنۍ اسیا د هیوادونو د لوی درستیزانواو لوړ پوړو پوځي چارواکو غونډه په سیمه کې د ثبات او د افغانستان سولې لپاره یوه ښه موقع وه
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د وسله والو په ډله ییز برید کې ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي او ۱۶ تنه نور ژوبل دي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان نن د هند د کرکټ د پریمیر لیګ ای پي ایل په بولۍ کې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په نهه کروړه هندۍ روپيو چې نهه سوه لکه کیږي واخیسته.
نن غرمه پنځلس کمې یوه بجه د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې چاودنه شوې ده او تر دې مهاله یې د مرګ ژوبلې شمېره په لاس کې نشته.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې وویل که افغانان دي، نو د سولې اختیار دې د ګاونډي مملکت ته په لاس کې نه ورکوي او په ويناء یې طالبان دې ورسره بین الافغاني مذاکراتو ته کښيني.
نور پورته کول