د افغانستان د کرکټ د نوولس کلنو لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام کې خپلې قوي سیالې لوبډلې سریلانکا نوولس کلنو لوبډلې ته د ډیټس لویس سیستم په اساس په ۳۲ منډو ماتې ورکړه.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ۷۵ زندانیان چې د افغانستان په زندانونو کې وو، له حکومت سره د سولې د شوې موافقتنامې په اساس خوشې شول او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د ګروپ راپور ښيي، چې په همدې موده کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کابل ښار او نورو ګڼ میشتو سیمو کې رامنځته شوې ده، په کابل کې داعش ډلې مذهبي، کلتوري او علمي مرکزونه هم ویجاړ کړي دي.
پير سید حامد ګیلاني وروستیو څرګندونو ته چې ویلي وو، د طالبانو مشران په افغانستان کې دي، د ګڼو غبرګونونو په ترڅ کې د ملي امنیت ریاست او اجرائيه رئيس هم غبرګون ښودلی دی.
د تدارکاتو ملي کمیسیون د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په شبرغان کې د ګازي برېښنا او په مزار شریف کې د برېښنا د تولید د پانګونې دوه پروژې د ۱۱۳ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت منظور کړي دي.
یوناما وايي، چې په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو لپاره به نړیواله ټولنه د ټولې ۲۸.۴ میلیونو ډالرو بودیجې ۹۰ فیصده د تاکنو خپلواک کمیسیون ته ور کړي.
د صرافانو اتحادیې نن په ټول افغانستان کې د صرافانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتیدو پر وړاندې د اعتراض په ډول خپلې صرافۍ تړلي دي او ګواښ کوي، که حکومت د صرافانو امنیت خوندي نه کړي نو خپلې سرمایې به له افغانستان وباسي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن لس نیمې بجې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د قلعه ناظر په سیمه کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر وویل چې له وسله والو مخالفینو سره بین الافغاني مذاکراتو ته ترجیح ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند امریکا غږ ته وویل چې په پام کې ده، د ډیسمبر په ۲۶، دا ناسته په بیجینګ کې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ وشي.
په افغانستان کې د افغان - ترک د ښوونځيو د زده کوونکو کورنۍ له افغان حکومت وغوښتل چې ترکیې هیواد ته دې، ددې ښوونځیو هغه ترکي استادان نه سپاري، چې ترکیه يې غوښتنه کوي.
له ماینونو نه د متاثرو افغانانو مؤسسه وايي، هره په میاشت په منځنۍ کچه په افغانستان کې د ماینونو د چاودنې له امله نېږدې سل تنه قرباني کیږي.
د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز د تېر کال په پرتله سږ کال په ځانګړو او شپني عملیاتو کې دېرش په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني غړي او د یوناما د ټاکنو د برخې مسؤل ډاکټر نورعلي جبارخیل په اُردن کې د یوه بریتانیايي بنسټ له لوري د ټاکنو د جایزو د نړیوالې کمیټې تر ټولو معتبره جایزه ګټلې ده او دا جایزه تېره شپه هغه ته ورکړل شوه.
د ښځو شبکې له ولسمشر غني وغوښتل چې د کانونو او پطرولیم وزارت کې خپله نرګس نهان د سرپرستې په توګه پرېږدي او یا دې د هغې په ځای کومه بله میرمن دې وزارت ته معرفي کړي.
په افغانستان کې د معلولیت لوی لامل جګړه یادیږي چې ۳۶ فیصده د معلولیت لامل ګرځېدلې ده. د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د کرکټ د نوولس کلنو لوبډلې د اسیا په کچه په لومړي وار د نوولس کلنو کپ وګټه او دا لومړی وار دی، چې یو تازه بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد د کرکټ په تاریخ کې اسیايي کپ ګټي.
ولسمشر غني پدې کنفرانس کې د افغانستان اینده لپاره وارداتي بیلانس تر ټولو خطرناک وباله او خصوصي سکټور یې وننګوه چې کورني تولیدات لا هم په ډېره ټيټه کچه کې دي.
په افغانستان کې د یوه مدني حرکت له لوري داسې هڅې پیل شوي، چې په ګڼو ولایتونو کې د ډیورینډ د کرښې د نه منلو او ددې کرښې په تړاوو د عامه ذهنیت د پاڅولو لپاره غونډې او مدني حرکتونه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ناڅاپه افغانستان ته راغی او په کابل کې یې د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل.
نور پورته کول