له ماینونو نه د متاثرو افغانانو مؤسسه وايي، چې هره په میاشت په منځنۍ کچه په افغانستان کې د ماینونو د چاودنې له امله نېږدې سل تنه قرباني کیږي او په افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو شمیر په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.
د السو په نوم ددې مؤسسې مشر اسلام محمدي په کابل کې د ماینونو د قربانیانو د سروې د اعلان په مهال وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې د ماینونو د قربانیانو شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله خورا زیات دی او تېر کال په افغانستان کې ۱۹۴۳ تنه د ماینونو قرباني شوي دي.
ښاغلي محمدي وویل "متاسفانه په افغانستان کې د وړم کال پرتله تېر کال د ماینونو د قربانیانو شمېر ۶۳۳ زیات شوی دی. تېر کال ۱۹۴۳ تنه د ماینونو د چاودنو قرباني شوي وو. اوړم کال بیا ۱۳۱۰ تنه د ماینونو قرباني شوي".
هغه وویل پنځه کاله پرلپسې افغانستان د ماینونو د قربانیانو لوړه شمېره درلوده خو تېر کال یمن تر افغانستان مخکې شوی او افغانستان دوهم ځای د ماینونو د قربانیانو له اړخه لري.
محمدي وویل د افغانستان سویلي ولایتونه تر نورو زیات د ماینونو قرباني ورکوي. لوی لامل یې د سړک د غاړې ماینونه او مقناطسي بمونه یادوي.
له جینوا د ۲۰۱۷ کال د ماینونو د څار راپور ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې اته زره او شپږ سوه تنه د ماینونو ښکار شوي چې ۴۲ په سلو کې پکې ماشومان یاد شوي دي.
د ماین پاکوونې د مؤسساتو په ويناء اتیا په سلو کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د مهال ماینونه پاک شوي خو تر ټولو لویه ستونزه د نویو ماینونو ده.
دم ګړۍ په افغانستان کې په ۶۰۰ کیلومټره مربع ځمکه کې ماینونه شته چې لا پاک شوي ندي.
افغانستان راتلوونکې اوونۍ د ماین د منعې د نړیوال میثاق ریاست په غاړه اخلي او د ۲۰۱۸ کال له پيله به په جینوا کې د ماین پاکۍ د ټولو جلسو ریاست کوي. د السو د مؤسسې په ويناء دا ښه وخت دی چې افغانستان له دې موقعې ګټه پورته کړي.
د شمېرنو له مخې د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې د ماين پاکوونې مؤسسو له نړیوالې ټولې څه باندې ۵۵ ملیونه امریکايي ډالره مرستې ترلاسه کړي. د السو مؤسسه وايي، دا مرستې لا هم سمې ندې معلومې چې چېرې لګول شوي دي.
په افغانستان کې د معلولیت لرونکو یوه شمېره ښيي، چې تر اته سوه زره پورې معلولین شته چې ډېري یې د جګړو او ماینونو له امله دي.
د ماینونو نه د خالي افغانستان پلان په ۲۰۱۳ کال جوړ شوی وو او په پام کې ده چې تر ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان له ماینونو خالي شي.
هره میاشت افغانستان کې نیږدې سل تنه د ماینونو قرباني کیږي
