د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت که څه د خپلو کړنو د درې کلن راپور په خپرولو سره وايي، چې د ۹۱۴ ملیونو ډالرو په ارزښت پرمختیايي پروژې تطبیق شوي، خو لا ۴۲ په سلو کې افغانان د څښلو پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري.
جمهور رئیس غني وویل چې طالبان دې بین الافغاني سوله وکړي، دوی افغان اردو، افغان امنیتي ځواکونه او افغان هوايي ځواک نه شي ماتولای.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په نوي ډهلي کې د هند د صدراعظم او نورو مقاماتو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو دا کور محاصره کړی دی.
یوې سرچینې ویلي چې د امریکا ددفاع وزیراو د ناټو عمومي منشي نن سهار په یوه ناڅاپي سفر پلازمینې کابل ته رسیدلي او ټاکل شوې چې د ورځې په اوږدو کې به له افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي.
د هرات ولایتي چارواکو تائید کړې ده، چې عبدالواحد دادشاني چا چې د حزب اسلامي په مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې جمعې په ورځ د هرات جامع مسجد کې د بوټ ګوزار کړی وو، له زندان نه خوشی شوی دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د راتلوونکي یوه کال لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټاکنیزو بنسټونو د ټولنې فیمبوسا دوره يي مشري وکړي او ددغه هیوادونو له ټاکنیزو تجربو به ګټه واخلي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل چې ددغه هیواد د برېښنا د بسیاینې پنځه کلنه ستراتيژي یې جوړه کړې ده او ددغې ستراتیژۍ په مټ به تلپاتې انرژي برابره شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پښتو ژبې د مخکښ لیکوال، شاعر، ژورنالست او کیسه لیکوونکي استاد سعدالدین شپون مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
امریکايي، افغان محققې، لرغونپوهې او تاریخپوهې نانسي دوپري دنیږدې نوي کالو په عمر نن سهار ډیر وختي په کابل کې په یوه خصوصي روغتون کې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
نن سهار وختي شاوخوا دوه ملیونه حاجیان چې د حج د فرضې د اداء کولو لپاره د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار ته تللي، د منی په لور وخوځېدل او د سږني کال د حج مراسم یې پيل کړل.
ولسمشر غني د امریکا د ولسمشر د نوې اعلان شوې ستراتيژۍ په تړاوو په خپل څرګندونو کې وویل چې د هغه ګاونډي په خلاف ستراتيژیکه حوصله له ډاره نه وه چې د افغانستان د ملي منافع په وړاندې اقدامات کوي
د جوزجان کې سیمیزو چارواکو تائید کړې، چې ددغه ولایت د خم اب ولسوالۍ د مرکز شاوخوا ته وسله والو طالبانو شپږ امنیتي پوستې نیولي دي.
د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال وايي افغانستان او امریکا ستراتیژیکې اړیکې لري او دا اړیکې هره ورځ قوي کېږي.
اجرائیه ریاست له ترهګرۍ سره د پاکستان د کړنو د تغییر په اړه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې مهمې ګڼي او وايي، چې د امریکا په نوې پالیسۍ کې باید دا ټکي ځای په ځای شي.
د حزب اسلامي مشر وايي، چې دوییمه ډله اوس د بهرنیو استخباراتو په لاس کې ده او ترهغې چې پرې مالي سرچینې نه وي بندې شوې جګړې ته به دوام ورکړي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت منلې ده، چې د کندهار د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې چې د دغو ځواکونو په کاروان شوې، دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او څلور نور پکې ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د عراق په سفارت برید ختم شو او یوازې یو پولیس ژوبل شوی دی.
شایسته هیري وايي، که څه هم په نظامي محیط کې د انجنیرۍ کار کول سخت دي خو خپل مسلک ته لیواله ده.
ولسمشر غني وویل د ملي یووالي حکومت به په خبأ هیواد کې دغو زهرو خپریدو ته اجازه ورنه کړي.
نور پورته کول