د افغانستان جمهوري ریاست د یو شمېر سیاستوالو او ټولنیزو رسنیو کې له انتقادونو وروسته له پاکستان سره د"سرحدي عملیاتو" ټویټ ړنګ کړ.
نن په کابل کې د "بدلون د پاڅون د حرکت" له لوري د لاریون ترسره کېدو وړاندې د سهار راهیسې د کابل ګارنیزیون د کابل ښار مرکزي برخو ته غځېدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د را روانو پارلماني انتخاباتو نېټه اعلان کړه.
د افغانستان ملي امنیت له پاکستان نه غوښتي چې هغه درې کسان وروسپاري چې د کندهار د والي د مېلمستون په برید کې ګرم بلل کیږي او ددې پېښې د اصلي عامل سره یې د پاکستان په چمن کې لیده کاته کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت په دغه هیواد کې امریکایي سرتیرو ته د زیاتو صلاحیتونو د ورکولو پریکړې ته په غبرګون کې ویلي، هره پریکړه چې د افغانستان او د امریکا حکومتونو ترمنځ وشي دا وزارت یې عملي کولو ته ځان پابند بولي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په یوه ناڅاپي سفر نن سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته رسېدلی دی.
افغان حکومت په کابل، خوست او هرات کې د وروستیو اونیو د پېښو د قربانیانو د درناوي لپاره نن شنبه د غبرګولي شلمه د ملي ماتم د ورځې په توګه اعلان کړې ده.
د افغان حکومت اټکل دی، چې د سږني کال تر پایه به شاوخوا یو ملیون افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته راستانه شي.
د پاکستان د مدني ټولنو او فعالو ښځو یو پلاوی کابل ته راغلی څو له افغان ښځو سره د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د کندز - بغلان لویه لاره له هغو بریدونو او ګواښونو خوندي شوې چې د وسله والو طالبانو له لورې دې لارې ته پېښ شوي وو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنو کې هڅه کوي، ترڅو د ایران او افغانستان دوه اړخیزو اړیکو ته ښه مسیر پيدا او دا اړیکې په یو مضبوط چوکاټ کې د اوږدې مودې لپاره پياوړې کړي.
د الکټرونیکي تذکرو د ویش اداره وايي، چې ددې ادارې د ۴۹۲ خالي پوسټونو لپاره ۲۵۴۸۰ نوماندانو د اداري اصلاحاتو کمیسیون ته غوښتنلیکونه سپارلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغان ماین پاکانو شل حملې شوي چې له امله یې نهه ماين پاکوونکي وژل شوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان سره د ډیورنډ په کرښه د دغه هیواد سرغړونوته لا ډيپلوماټیک حل نه دی پیدا شوی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د ١٣ ولایتونو په شپاړس سیمو کې د "خالد" په نوم خپل سږني نوي عملیات پیل کړي دي.
په پام کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني د اسټرالیا د لومړي وزیر ملکم ترنبل په رسمي بلنه د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو همکاریو د خبرو لپاره په روانه اونۍ کې کانبیرا ته لاړ شي.
نوي کلنه امریکايي افغانستان لرغونپوهه، نانسي ډوپري له تېرو دوو ورځو راهېسې د پښې د ماتیدو له امله ناروغه شوې او بګرام روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.
افغان مقاماتو ویلي دي چې د بریښنایي تذکرو ازمایشي ویش په نوي ورځو کې پیل کیږي او د شپږو میاشتو په ترڅ کې به نیم میلیون افغانانو ته بریښنایي تذکرې وویشل شي.
متحده ایالات د سواګرۍ او ترانزیت په برخو کې د افغانستان سره د اوږدمهالې همکارۍ ژمنه کړې ده
د ولسي جرګې د نن ورځې استیضاحیه غونډې ته د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حببیي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي ته بللي دي.
نور پورته کول