د امریکا پوځ بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۲۱ اورپکي وژل شوي چې د پاکستاني طالبانو د ډلې د مشر زوی هم په کې شامل دی.
اسوشیتډپرس وایي دوو پاکستاني استخباراتي چارواکو او یو طالب قومندان ورته دا خبره کړې ده. ویل کیږي چې په برید کې د طالبانو د مشر فضل الله ډله په نښه شوې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وزارت وايي برید د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ کې شوی او ۱۵ ترهګر په کې وژل شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې دا بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ۲۰۱ سیلاب قول اردو او هوايي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په پایله شوي، چې له امله یې د کونړ د شلتن ولسوالۍ دچوگام اوچنار بانډې په کلیو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي دي.
جنرال وزیري دا نه دي ویلي چې دا بریدونه افغان هوايي ځواکونو که په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ترسره کړي دي. په کابل کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یو ویاند امریکا غږ ته د دغې برید په اړه بې خبرې ښودلې ده.
همداشان د دفاع وزارت ویاند د دغو ترهګرو هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو پاکستاني امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان په وسله والو د چهار شنبې په سهار شوي، چې له امله یې شاوخوا ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.
په کونړ کې سرچینو هم امریکا غږ اشنا راډيو ته او ویلي دي، چې په برید کې له شلو زیات ترهګر وژل شوي دي. خو د هغوی د هویت په اړه دغو سرچینو څه نه دي ویلي.
د تحریک طالبان پاکستان ډله له تیرو څو کالو راهیسې د پاکستان د حکومت پر وړاندې په وسله واله جګړه بوخته ده. تراوسه د تحریک طالبان پاکستان ډلې دغو راپورونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.