چارواکي وایي، تیره ورځ یې په ننګرهار کې د داعش وسله والو پر وړاندې په جګړو کې ډیر پرمختګ کړی او د دغې ډلې د یو سیمه ایز قوماندان په ګډون یې ۱۲۰ وسله وال وژلي دي.
ولسمشر غني نن په ختیځ کې افغان پوځیانو سره په خبرو کې هغوی ته امر وکړ چې په راتلونکو څو اونیو کې د داعش جړلې له دې سیمې وباسي.
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه طیارې په بریدونو کې د داعش ډلې د دوو مهمو قوماندانانو په گډون اته داعش وسله وال وژل شوي.
دغه ځانمرګی برید نن ۱۰ بجې د جلال اباد جوی هفت سیمه کې په کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې د څاڅون کونکو د مشر حیات خان موټر ته څېرمه شوی.
چارواکي وایي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ او د میدان وردک د جلریز په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ سختې جګړې شوي دي.
چارواکي وایي، تیر مازیګر په سلګونو وسله والو د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د نیولو لپاره تابیا نیولې وه، چې د افغان پوځ د هوایي برید لاندې راغلل.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي چې په ننګرهار کې یې د داعش ۳۳۰ جګړه ماران وژلي دي.
چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ کې د افغان ځواکونو او داعش ترمنځ په تازه نښتو او هوایي ببماریو کې د دې ډلې ۳۷ وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار چارواکي وايي په کوټ کې یې داعش جګړه مارانو ته درانده تلفات اړولي او وايي چې داعش ښځې نه دې نیولي.
چارواکي وايي چې ددغه ولایت د کوټ او اچین په ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ۴۶ داعشیان وژل شوي.
چارواکي وایي، د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۳۰ داعشیان او ۳ ملکي وګړي وژل شوي.
چارواکي وایي، په تیرو دریو میاشتو کې د کندز په ولایت کې له ۱۵۰ تنو څخه زیات طالبان د بې پیلوته یا ډرون طیارو په بریدونو کې وژل شوي.
تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دشپږ ورځو جګړو او تاوتریخوالي وروسته، نن سهار دا سرحد دواړو خواو ته د مسافرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو.
ولسمشر غني سیاسي او جهادي مشران ارګ ته بللي وو چې په تورخم کې له پاکستان سره پيدا شوې ستونزې ته د حل لار ولټوي.
په داسې حال کې چې په تورخم کې دجګړو وروسته وضعیت اوس ارام دی، نن په جلال اباد کې زرګونوکسانو په دغه جګړه کې د یو وژل شوي سرتیري جنازه کړې.
اجرائیه رئیس وایي، د تورخم په سرحدي سیمه کې د تیرې شپې جګړې وروسته اوس د پاکستان د پوځ په غوښتنه اوربند ټینګ شوی.
په ننګرهار کې چارواکي وایي د پاکستان سرحدي پولیسو غوښتل چې په تورخم یوه دروازه ودروي خو، افغان ځواکونه نه دي پرېښي.
د ننګرهار د هسکې مینې پر امنیه قوماندانۍ نن سهار وختي د داعش وسله والو برید کړی چې له امله یې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان اوڅلور نورپولیس وژل شوي.
د ننګرهار چارواکي وایي، د روداتو ولسوالۍ په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په چاودنه کې د امام په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.
ننګرهار کې چارواکي وایي، دګډو افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د کوټ ولسوالۍ کې اته ویشت داعش وسله وال وژل شوي او اتلس نور زخمیان دي.
نور پورته کول