د پاکستان سرحدي پولیس د چارشنبې په ورځ د تورخم دروازه د هغو خلکو پر مخ بنده کړه چې د تګ راتګ قانوني اسناد او ویزه نلري.
چارواکي وایي، طالبانو د تیرې شپې راهیسې د هلمند د نهرسراج، نادعلي او ګرشک په ولسوالیوکې د پولیسو په پوستو بریدونه پیل کړي چې جګړه لاهم روانه ده.
افغان ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو له یو بل زندان څخه ۲۳ بندیان راخوشې کړي دي.
ننکرهار کې چارواکي وایي، تېره شپه د اچین په ولسوالۍ کې د داعش د ډلې یو قوماندان خپل یوولس وسله وال ملګري په ډزو وژلي دي.
چارواکي وایي، وسله والو تیره شپه د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې دوه ښوونځي په میانونو الوزولي او دوو نورو ته یې اور اچولی دی.
چارواکي وایي، وسله والو د ننګرهارد لعل پورې ولسوالۍ د پولیوواکسین یو مسول او یو بل کارکوونکی تېره ورځ له موټره ښکته کړي اونامعلوم لوري ته یې وړي دي.
د افغانستان په کچه د پولیو پنځه پېښې ثبت شوي چې درې یې یوازې د کونړ شیګل ولسوالۍ کې دي.
په تورخم ښارګوټي کې افغان غاړې ته ولاړ مسافر په ډېر بد حالت کې دي،
یو ځانمرګي بریدګر د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کونکو دیو مشر په قرارګاه خپل موټر الوزلی دی.
کونړکې چارواکي وايي د دغه ولایت د غازي اباد پرولسوالۍ د نن سهار په ډله ییز برید کې دعربو او پاکستانیانو په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي.
د خښتو په بټیو کې هغه دوه کورنۍ له ګرو خلاصې شوې چې دیو نیم لکه پاکستانیو کلدارو په بدل کې له خپلو ماشومانو سره ګرو وې.
په ننګرهار ولایت کې سلګونه کارګرې کورنۍ د خپلو ماشومانو سره د خښتو په بټیو کې له کلونو راهیسې ګروې دي.
چارواکي وایي د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ درنه جګړه پیل شوې، چې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
چارواکي وایي، د ډاکار په نوم د یوې بهرنۍ موسیسې دغه بهرنۍ کارکونکې نن سهار د جلال اباد ښار له څلورمې حوزې څخه وسله والو تښتولې ده.
کونړ کې روغتیایي چارواکي وایي، دوی د دغه ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو درییمه مثبته پیښه ثبت کړې ده.
د ننګرهار پوهنتون ۲۴ محصلین ملي بېرغ ته دسپکاوي اوله مخالفو وسله والو سره دتړاو پر جرم له دوه نیمو میاشتو څخه تر دوو کلونو په بند محکوم شول.
دننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ جګړه کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان دي.
افغان چارواکي وایي،د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې تیره شپه په هوایي بریدونو کې د داعش د ډلې ۴۰ وسله وال وژل شوي چې اکثره یې بهرنیان دي.
ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د افغان پوځ د جلب او جذب پر ګاډي ځانمرګی برید په کلکه وغنده.
د جگړو سره سره د ننگرهار اوسیدونکو د نارنج گل دودیزه میله نه ده هیره کړې.
نور پورته کول