د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په شینوارو کې د "خلافت " په نوم داعش راډیو یو ځل بیا خپرونې پیل کړي دي.
چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو پنځه بهرنیان چې درې یې ښځې دي او په روسي ژبه خبرې کوي د ننګرهار د ښېوې په ولسوالۍ کې نیولي.
د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ امنیه قوماندان عنایت الله همت نن سهار د لغمان د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو وژلی دی.
افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې ، چې د کونړپه ولایت کې یو دوه نیم کلن ماشوم په پولیو اخته شوئ دی.
چارواکي وايي،چې دکونړ په مرکز اسداباد کې دشوي ځانمرګي برید په پایله کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او له څلوېښتو ډېر زخمیان شوي.
افغان چارواکي وايي د کرښې له هغې خوا د تورخم په ښارګوتي۱۴ توغندي، توغول شوي چې دوه یې د سرحدي پولیسو په یو مرکز لګیدلي.
ننګرهار کې دظاهر دقدیر ملېشې په حکومتي چوکاټ کې داخلېدو نه وروسته د داعش سره دجګړې لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای شوې.
ننګرهار کې دملي اردو چارواکي وايي، نن سهار افغان ځواکونو د اچین په ولسوالۍ کې د داعش د وسله والو پر خلاف عملیات پیل کړي دي.
دکونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو د وژنې مسولیت د طالبانو په شمول هیچا هم لا چا په غاړه نه دی اخیستی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو اثارو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په نړیواله کچه کمپاین پیل کړی چې په جګړو کې نورو هیوادونو ته قاچاق شوي.
چارواکي وایي چې د پولیو د هغو دریو واکسیناتورانو مړي یې نن موندلي چې ۱۱ ورخې وړاندې د ګونړ د غازي اباد په ولسوالۍ کې وسله والو تښتولي وو.
ننګرهار کې دبې پیلوټه الوتکې، افغان امنیتي ځواکونو او د داعش د جنګیالیو ترمنځ په نښتو کې د داعش ۲۸ وسله وال چې ۱۶ یې پاکستاني دي وژل شوي.
په کونړ کې د سړک غاړي ماین په یوې چاودنې کې د سرګاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان او د ملي امنیت مدیر ووژل شول.
د ننګرهار د راډیو ټلویزیون خبریال او ددغه ولایت د والي د فرهنګي چارو سلاکار زبیر خاکسار تېره شپه د سرخ رود په ولسوالۍ کې ووژل شوی.
باچاخان د نړۍ د عدم تشدد د پیژندل شوي مشر مهاتاما گاندي سره څنگ پر څنگ د برتانیوي استعمار ضد مبارز او د پښتنو ستر مشر و.
روغتیايي مسولین وايي د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته دپولیو واکسین تر اوسه نه دي رسېدلي،ځکه وسله والو کسانو لویه لاره بنده کړې
په ننګرهار کې چارواکي وايي ځانمرګی برید د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري په حجره کې شوی چې ۱۴ تنه نور يې ژوبل کړي هم دي.
دننګرهار په ولایت کې دداعش ضد مېلشې په حکومتي چوکاټ کې داخلې شوې او له دې وروسته به د د حکومت په لارښوونې جګړه کوي.
سیمه ییز چارواکي وایي د ننگرهار په ولایت کې د داعش د مشر حافظ سعید د وژنې په اړه اطلاعات نا سم دي او هغه نه دی وژل شوی.
نور پورته کول