دکونړ چارواکي وايي دپولیو واکسینو دمخالفتونو دلمنځه وړلو لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او تمه لري،چې یوې پایلې ته ورسېږي.
په جلال اباد کې د ځانمرګو وسله والو برید د دریو حمله کوونکو له وژل کیدو وروسته نن شاو خوا دولس بجې پای ته ورسید.
ولسمشر غني د څلور ختیځو ولایتونو د مشرانو دیني عالمانو او مخورو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ جلال آباد ته ولاړ.
د داعش ډلې په ننګرهار کې د ملي اردو د یو سرتیري په ګډون د ٧ کسانو سرونه پرې کړي دي.
دننګرهار ولایت په اچین او بټي کوټ ولسوالیو کې دداعش ډله او وسله وال طالبان په خپلو کې په جګړه اوښتي او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ننګرهار چارواکي وایي تیره شپه د هسکې مینې په ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې داعش ۲۵ وسله وال وژل شوي.
جلال اباد کې لاریون کوونکو له حکومت وغوښتل چې په ننګرهار کې د داعش ضد پوځي عملیات ترسره کړي.
د ننګرهار چارواکي وايي، چې د داعش ډلې د اچین ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې اته زندانونه جوړ کړي چې تر ۳۰۰ پورې بندیان په کې ساتل کيږي.
پوځي چارواکي وايي چې د اچین په ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې د داعش د ډلې ۶۸ جنګیالي وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکي وایي، ننګرهار کې د ولسي جرګې د مرستیال حاجي ظاهرقدیر وسله والو سړو له څلورو داعشیانو سرونه پرې کړي.
د ننګرهار چارواکي وایي هغه تورن شخص چې څو ورځې دمخه یې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي وژلي وو، په جرم اعتراف وکړ.
چارواکي وايي، په ننګرهار کې دځمکو دغصب مخنیوي په موخه عمومي کمپاین پیلوي او هغه دولتي ځمکې چې غصب شوي بېرته راګرځوي.
د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر په ننګرهار کې خبریالانو ته وویل چې هیڅ تروریستي ډله نه شي کولی په افغانستان کې خوندي ځای ولري.
چارواکي وایي د جلال اباد ښار ته نژدې یوې بهرنۍ ښځې ځانمرګی برید کړی چې له امله یې څلور تنه چې درې یې بهرني ماشومان دي، وژل شوي.
افغان امنیتي چارواکي وايي درې میاشتنیو پوځي عملیاتو کې یې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې ۲۲ کسان یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار په اچین کې بیا د افغان امنیتي ځواکونو او د اسلامی دولت " داعش " د وسله والو ترمنځ جګړو زور اخیتسی دی.
ننګرهارکې نن دمدني ټولنو لسګونو غړو په دغه ولایت کې دځمکو پر غصب اندېښنه وښوده او دغاصبینو دلیست خپرېدو غوښتنه یې وکړه .
په ننګرهار ولایت کې روغتیایي چارواکي وایي د پولیو د پیښو لوړیدو اندیښمن کړیدي. تازه پیښه د مومندرۍ په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
چارواکي وایي د ننګرهار په اچین کې د داعش او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې د داعش ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
نور پورته کول