د خوست يو ځوان وايي غوښتل يې چې له ښوونځي تر فراغت وروسته لوړې زده کړې وکړي او بيا خپل هېواد ته خدمت وکړي، خو وايي چې نشو یې دا هيلې له خاورو سره خاورې کړې.
امنيتي چارواکي وايي، په خوست ښار کې د يوه موټرسايکل بم د چاودنې په نتيجه کې يو شمېر ملکي وګړي او نظامي کسان ټپيان شوي.
طبیعي پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د افغان دولت وزارت د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د خوست اوسیدونکي وايي چې د ګوزڼ پر ضد مبارزه د ټولنې د هر وګړي مسؤليت دی، نو ځکه اړينه ده چې په دغه مبارزه کې کورنۍ له صحي رضاکارانو سره پوره همکاري وکړي.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ د سقوط او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ولايتي حکومتي چارواکي، وسله وال طالبان او د سيمې اوسېدونکي ضد او نقيضې ادعاوې لري.
د پکتيا پوليس وايي، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو غړی د ناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.
د خوست د ځينو سيمو يو شمېر خلک له روغتيايي مسؤلينو غواړي چې د پوليو واکسين کور په کور تطبيق کړي.
په خوست کې يو معتاد ماشوم چې خپلو ملګرو د نشه يي توکو په څکولو روږدی کړی دی، وايي اوس پښېمانه دی او غواړي د ځان درملنه وکړي.
په خوست کې یو موسسې سږکال تر سلو زیات ميوه لرونکي باغونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه يې دېرش یې ژر ميوه ورکوونکي دي.
د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نشه يي موادو ځينې کاروباريان د دغو توکو په خرڅلاو کې له ماشومانو څخه کار اخلي.
په خوست کې د روغتیایي چارو مسؤلین وایي که ماشومانو ته پر وخت د پولیو ضد واکسین تطبیق نشي ښایي روان کال پدې ولایت کې د پولیو لا زیاتې پېښې پیدا شي.
د روغتياپالانو په وينا په خاورو خځلو کې د ماشومانو په لوبېدو سره د پولیو معلولوونکي ويروس د انتقال احتمال ډېر وي، نو ځکه باید ميندې او پلرونه د خپلو ماشومانو نظافت ته پوره پام وکړي.
د کروندګرو د اقتصادي ودې او د چرسو د بدیلو کښتونو د خپراوي لپاره د بڼوالۍ د ځنځيروي پروژې له لورې په خوست کې د مېوو شاوخوا ۸۰ متراکم باغونه جوړيږي.
د خوست په مرکز او ولسواليو کې د کرنې پر مديرانو يو شمېر توکي ووېشل شول چې د کرنې د عصري کولو او د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره مهم بلل کيږي.
د پکتيا د لېرې پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري، چې د بې روزګارۍ له امله د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او که بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، دا د اعتياد کچې په کمېدو کې ډېره مرسته کوي.
د خوست يو شمېر کروندګر وايي، چې د جلغوزيو او چارمغزو د نيالګيو په روزلو او په ځنګلي سيمو کې په کښېنولو سره به يې اقتصاد وده وکړي.
د خوست د سوداګرۍ او صنايعونو د خونو رياست د خيبرپښتونخوا د حکومت هغه خبرې رد کړېچې ګنې «غلام خان بندر» د تجارت او عادي تګ راتګ لپاره پرانېستل شوی دی.
وروسته له هغه چې د کرونا وبا له کبله د پوليو واکسين کمپاينونه له ځنډ سره مخ شول، اندېښنه دا ده چې په خوست ولايت کې له ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکار کونکو کورنيو شمېر زيات شوی.
د خوست پوليس وايي، چې په وروستيو څو مياشتو کې يې له مخدره موادو سره مبارزه ګړندۍ کړې ده.
په خوست کې د کچالو او پيازو د ساتنې لپاره ۶۸ سړې خونې جوړې شوي چې په مجموعي توګه د زر ټنه حاصل ځايولو وړتيا لري.
نور پورته کول