د لاس رسي وړ اتصالات

د نظافت ساتل کولای شي ماشومان د پوليو ويروس څخه وژغوري


آرشیف
آرشیف

د روغتياپالانو په وينا په خاورو خځلو کې د ماشومانو په لوبېدو سره د پولیو معلولوونکي ويروس د انتقال احتمال ډېر وي نو ځکه باید ميندې او پلرونه د خپلو ماشومانو نظافت ته پوره پام وکړي.

که څه هم د خوست په چاپېريال کې د ويروس د موجوديت په اړه راپور نه دی ورکړل شوی، خو د روغتيا پالانو په وينا، له ګوزڼ نه د ماشومانو د ساتنې لپاره د هغوی نظافت ته جدي پاملرنه اړينه ده.

د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل وايي، چې د پوليو ويروس د خاورو او خځلو په وسيله د ماشوم خولې او بيا کولمو ته په داخلېدو سره ماشوم د معلوليت له خطر سره مخ کوي.

هغه وويل: "... بعضې تشنابونه کوڅو ته خلاص وي او د اوبو سيستم نه لري. که په غايطه موادو کې د پوليو ويروس شتون ولري، نو په دې سره [ویروس] لومړی محيط او بيا د لاسونو له لارې د ماشوم خولې ته سرايت کوي".

په خوست کې د روغتيا نړيوالې شبکې د مسؤلينو په وينا د ۲۰۲۰ ميلادي کال په اپرېل مياشت کې په چاپېريال کې د پوليو ويروس موندل شوی و، خو له هغه را وروسته يې بيا معاينات منفي راوتلي.

په همدې حال کې د ماشومانو د پاک ساتلو ترڅنګ ځينې خلک له کورنيو غوښتنه لري چې د ګوزڼ ضد واکسين په تطبيق کې ډېر متوجه واوسي، ځکه واکسين د ماشومانو د وجود دفاعي سيستم پياوړی ساتي.

احمد شاه، د باک ولسوالۍ اوسېدونکی پدې هکله وايي: "... له ميندو او پلرونو نه مو هيله ده چې خپلو ماشومانو ته په خپل وخت واکسين ورکړي. دا د راتلونکي لپاره ډېره فايده لري. که څوک يې مخنيوی کوي، بايد کوښښ وکړي چې مخنيوی يې ونه کړي. ځکه ډېره غټه فايد په کې ده".

د ډاکټرانو په وينا، که په يوه سيمه کې يو ماشوم د ګوزڼ له کبله معلولېږي، د شاوخوا دوه سوه نورو ماشومانو روغتيا ته هم جدي ګواښ ګڼل کېږي.

په ۱۹۸۸ ميلادي کال کې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې د پوليو ويروس شتون درلود خو د ګوزڼ واکسين په وسيله درسته نړۍ له دغه ويروس څخه پاکه شوه. له بده مرغه افغانستان او پاکستان یواځې دوه هیوادونه دي چې لا هم دغه ويروس پکې موجود دی.

تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG