د روغتيا نړيوالې شبکې د معلوماتو له مخې د خوست په صبرۍ او يعقوۍ ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵ زره ماشومان د تیر کمپاين پر مهال د ګوزڼ ضد واکسين څخه پاتې شوي دي.
په پکتیا کې په شیشې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.
د کرنې مسؤلين وايي چې سږ کال په خوست کې د سبزيجاتو په حاصلاتو کې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې پورې زياتوالی راغلی دی.
د خوست یو اوسېدونکی وايي د نشه يي توکو له امله یې نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړې بلکې په ټولنه کې یې درنښت هم له منځه لاړ.
د خوست د معتادينو روغتون مسئولین وايي چې د روږدو کسانو د جسمي درملنې تر څنګ روانی درملنه هم کوي چې دا چاره له اعتياد څخه د ژغورنې او په ټولنه کې د بیا جذبېدو په برخه کې خورا هم رول لري.
د خوست روغتيايي مسؤلين وايي، چې د پوليو واکسين وروستی کمپاین د تېرو نورو کمپاينونو په پرتله ډېر بریالی و او زيات شمېر ماشومان په کې واکسين شول.
په پکتيا کې يو شمېر روږدي کسان وايي چې د شپې له خوا د سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د جلغوزيو د پروسېس یو فابريکه پرانېستل شوه، چې پر جوړېدو یې ۶،۲ ميليونه ډالر پانګونه شوې او د کال په اوږدو کې د شپېته زره ټنو جلغوزيو د پروسېس وړتيا لري.
د روغتیا وزارت مسوولین وایي چې د دوشنبې په ورځ (مرغومې ۲۹) به د پوليو ضد ملي کمپاين د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ۹،۹ ميليونو تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره پیل شي.
په خوست کې یو شمېر معتادین له دولت څخه غواړي چې د وزګارو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي، دوی وايي کارموندنه او د نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي مخنیوی د اعتياد په کمښت کې اساسي رول لوبولای شي.
په خوست کې یو پخوانی فلمي لوبغاړی چې په دې وروستیو کې په نشه ييتوکو اخته شوی وايي چې د نشو له امله یې ژوند دومره تریخ شوی چې کله کله د ځانوژنې فکر ورته پیدا کیږي.
په خوست يو شمېر کروندګر له دولت نه غوښتنه کوي چې کرنيزو محصولاتو ته يې په بازار موندنه کې له دوی سره مرسته وکړي.
په خوست کې کروندګر له دولت او پانګوالو غوښتنه لري، چې د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو عايد يې ډېر او اقتصاد يې ښه شي.
د خوست امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په صبریو ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې په نتیجه کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د خوست د صبرېو او يعقوبېو روغتيايي مسؤلين وايي، وروسته له هغه چې په دغه ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوه، د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده.
په خوست کې د معتادينو روغتون مسئولين وايي، چې نشې ته بيا ورګرځېدونکو کسانو د هغو روږدو د درملنې مخه ډب کړې، چې لا تراوسه نه دي تداوي شوي.
د روغتيا نړيوالې ادارې د معلوماتو له مخې په خوست کې په وروستي کمپاين کې څه باندې ۲۵۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين تطبیق شوی.
د خوست د معتادينو په روغتون کې تر درملنه لاندې یو معتاد چې پخوا د ملي اردو سرتېری وو وايي، غوښتل يې يوه ښه منصب ته رسيدلی وای، خو نشو یې د ژوند لوری بدل کړ.
د پکتيکا پوليس وايي چې په ارګون ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې تر ۱۵ډېر طالبان.
د روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د پوليو ضد واکسین عمومي کمپاین د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ لسمه) د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ۹،۹ ميليونو تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره پيل شو.
نور پورته کول