د خوست امنيه قوماندان وايي، هغه امنيتي منسوبين تثبتوي، چې په نشه يي توکو روږدي دي او يا يې په کاروبار کې ښکېل دي.
په پکتيا کې پر شپږ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کيږي، چې د بنګو په کرکيله بوخت بزګران حلالو کښتونو ته وهڅول شي.
په خوست کې يو شمېر کروندګر پر خپلو ځمکو د زعفرانو له کرلو خوښ دي او وايي چې د نورو کرنيزو توکو په پرتله د زعفرانو هم کرکيله اسانه ده او هم يې عايد ډېر دی.
په پکتیا کې تر درملنه لاندې یو شمېر معتادین وايي که د خپلو کورنيو ملاتړ له ځان سره ولري، دا د دوی پر درملنه خورا مثبت اغېز لري.
د پکتيا روغتيايي مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې نشې ته د بيا ګرځېدونکو هغو معتادينو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، چې څو څو ځله یې درملنه شوې ده.
د پکتيا روغتیايي مسئولین د ګردېز په شاوخوا سيمو کې پراته روږدي کسان درملنې ته هڅوي، دوی وایي په لسګونه داسې معتادین شته، چې شپه له کوره بهر په سړه هوا کې تېروي او دا يې د مرګ له خطر سره مخ کوي.
يو شمېر سرچینې وایي چې د لوګر په مرکز پل علم کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې پر يوې امنيتي پوستې د موټربم بريد، وسله واله نښته او هوايي حملو کې ۱۴ طالب.
په پکتیا کې یو شمېر په نشه يي توکو روږدي وايي، چې د ګردېز په زندان کې په دغو موادو معتاد شوي دي.
د خوست د صبرېو او يعقوبېو روغتيايي مسؤلين وايي، وروسته له هغه چې په دغه ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوه، د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې پر ولسي پاڅونوالو د موټر بم بريد په نتيجه کې څلورو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا يو شمېر کروندګر وايي که د دوی کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه وشي، نو دا به په دې ولایت کې د بنګو د کښتونو په کمولو کې مرسته وکړي.
په خوست کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤلين وايي، چې د کورونو په تلاشۍ پرمهال د ښځينه پوليسو نشتون له ستونزه سره مخ کړي دي، وایي هغه عمليات ناکام دي چې ښځينه پوليس په کې نه وي.
وسله والو کسانو په خوست ښار کې د پوليسو ځانګړو ځواکونو پر مرکز بريد کړی دی.
د پکتيا د کرنې رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د مڼو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۴ سلنه زياتوالی راغلی چې دا د بڼوالو په اقتصادي وده او د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې خورا مثبت اغېز لري.
حکومتي مامورين وايي چې د خوست د ځاځي ميدان ولسوال له خپل يو ساتونکي سره يو ځای په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.
په خوست کې يو شمېر کروند ګر وايي چې دوی ته د اصلاح شويو تخمونو او نورو کرنيزو توکو مرسته به یې نه یوازې د کرنیز محصولات زیات کړي بلکې ورسره به له اقتصادي پلوه هم پیاوړي شي.
د خوست يو شمېر کروندګر د شولو له حاصلاتو خوښ دي او وايي که له شته اوبو نه د ځمکو په خړوبولو کې په سمه توګه استفاده وشي، شولې هم په افغانستان کې د کوکنارو ښه بديل کېدای شي.
د پکتيا حکومتي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولايت کې د سلام مخابراتي شبکې دوه آنتونونه تخريب او سوځولي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په هلمند او خوست ولایتونو کې د ناامنيو له کبله درې تازه پیښې ثبت شوي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د پېښو شمیر ۵۲ ته ورسید.
نور پورته کول